Jump to content

انتالیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انتاليا
Antalya (تورکي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
  لړۍ...
۲٬۴۲۶٬۳۵۶ — ۱٬۰۰۱٬۳۱۸ — ۶۰۳٬۱۹۰ — ۳۷۸٬۲۰۸ — ۲۵۸٬۱۳۹ — ۱٬۰۷۳٬۷۹۴ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د حکومت مشر
غړی د
اداري سیمه
هېواد
اړين مالومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱٬۴۱۷ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
وېب‌پاڼه
antalya.bel.tr (تورکي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پوسټ‌کوډ
07000–07999 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۳۶°۵۴′شمال ۳۰°۴۲′ختیځ / 36.9°شمال 30.7°ختيځ / 36.9; 30.7 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

انتالیا په ترکیه کي پنځم ډیر نفوس لرونکی ښار او د انتالیا ولایت پلازمېنه ده. [۲] یاد ښار په ترکیه کي د "سیاحت د پلازمینې" په توګه پیژندل سوی دی او د ترکیې د رویرا یوه مهمه برخه ګڼل کیږي، چي [۳] د اناتولیا په سویل لویدیز ساحل کي پروت او د توروس غرونو ته څېرمه موقعيت لري. تر 2.6 ملیونه زیاتو خلکو په درلودلو سره دا ځای د ترکیې د مدیترانې په سیمه کي ترټولو لوی ښار دی، چي د مدیترانې سمندر په غاړه پروت دی.

انتالیا ښار پخوا د اتالیا په نوم پیژندل کېدی او په شاوخوا 200 مخکي تر زیږد کي د پرګامون پاچا اتلوس II لخوا جوړ سو. ورپسې دا ښار د رومیانو لخوا فتحه سو، او د رومي واکمنۍ پر مهال یې د څو نویو یادګارونو په جوړولو لکه د هادریان دروازه، او د لیسیا په سیمه کي د پخوانیو ښارونو لکه پتارا ، زینتوس او مایر سره پراختیا وموندل. انتالیا د تاریخ په اوږدو کي څو ځله بدلون او پراختیا وموندل چي په دې لړ کي په 1207 کي د سلجوقی امپراتورۍ او په 1391 کي د عثماني امپراتورۍ له لوري پراخېدل په ځانګړي توګه د یادوني وړ دي. د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کي انتالیا ښار د دریو کلونو لپاره د ایټالیا لخوا اشغال سو، خو د ترکیې د خپلواکۍ په جګړه کي د نوي خپلواکي ترکیې لخوا بیرته ونیول سو.

په انتالیا کي ځایی اقلیم د ژمي لوړ بارانونه له ځان سره لري، خو د داخلي خلیج جوړښت یې د ګرمۍ حرارت لوړ ساتلی دی.

انتالیا ښار د ترکیې د رویرا پر غاړه د ترکیې ترټولو لویه نړیواله سمندري سیمه ده، چي په لویه کچه پراختیا او د حکومت تمویل یې د سیلانیانو پام هم ځان ته اړولی دی. انتالیا اوس مهال په نړۍ کي څلورم سیاحتي ښار دی، یوازي یې په 2023 کال کي د استانبول ، لندن او دوبۍ څخه وروسته د 16.5 ملیون څخه ډیر بهرني لیدونکي راجلب کړي دي. [۴] [۵]

  1. سرچينې تړی: https://aer.eu/directory/.
  2. . 10 March 2018. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. . 16 August 2020. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  4. . 11 December 2023. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  5. . 6 February 2024. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)