Jump to content

نژاد پالنه په امریکا کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په متحده ایالاتو کې نژاد پالنه د نژاد یا قوم په اړه منفي چلند او نظرونه دي چې یو له بل سره تړاو لري، چې په دې هېواد کې د مختلفو خلکو او ډلو له خوا ترسره کېږي او د دې هېواد د تاریخ په مختلفو وختونو کې په تبعیضي قوانینو، کړنو او فعالیتونو کې (د تاوتریخوالي په ګډون) د نژادي یا قومي ډلو په وړاندې ترسره شوي دي. د متحده ایالاتو د تاریخ په اوږدو کې، سپین پوستي امریکایان عموماً په قانوني یا ټولنیز ډول تصویب شوي امتیازات او حقونه لري چې په مختلفو وختونو کې د مختلفو قومي یا لږکیو ډلو غړو ته رد شوي دي. اروپایی امریکایان، په ځانګړې توګه بډایه سپین پوستي انګلو-ساکسون پروتستانت، ویل کیږي چې د زده کړې، کډوالۍ، د رایې ورکولو حق، تابعیت، د ځمکې استملاک، او جنایي کړنلارې کې له ګټو څخه برخمن دي.  

په متحده ایالاتو کې د استعمار له پیل راهیسې د مختلفو وړو یا لږکیو ډلو پروړاندې نژاد پالنه شتون لري. د ۱۸۶۵ کال څخه د مخه، ډېری افریقایي امریکایان غلامان وو او ان وروسته دوی په خپل سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ازادیو کې د محدودیتونو سره مخ وو. اصلي امریکایان د نسل وژنې، جبري ایستلو، او ډله ییزو وژنو سره مخ شوي او اوس هم له تبعیض سره مخ دي. د اروپا څخه غیر پروتستانت کډوال، په ځانګړې توګه یهودیان، پولنډیان، ایټالویان او ایرلنډیان اکثراً د پردي پرسته جلاوطنۍ او د نژاد پر بنسټ د نورو ډولونو تبعیض سره مخ شوي. سربیره پردې، هسپانوي، د منځني ختیځ او اسیا امریکایان د پیسفیک ټاپوګانو وګړي هم د تبعیض قربانیان دي. 

په متحده ایالاتو کې نژاد پالنه په مختلفو ډلونو کې، لکه نسل وژنه، غلامي، جلا کول، د بومي امریکانو لپاره مخصوص ځایونه او شپني او ورځني ښوونځي، نژادي کډوالي او د تابعیت قوانین او د توقیف د کمپونو په بڼه څرګندېږي. رسمي نژادي تبعیض په لویه کچه د شلمې پیړۍ په نیمایي کې منع شو او د وخت په تیریدو سره له ټولنیز او اخلاقي پلوه د منلو وړ نه دی. نژادي سیاست یوه لویه پدیده پاتې ده او نژاد پالنه په ټولنیزه اقتصادي نابرابرۍ کې له ورایه ښکاري. په وروستیو کلونو کې تر سره شویو څېړنو د متحده ایالاتو د عصري ټولنې په بیلابیلو سکتورونو لکه د جنایي عدالت سیستم، سوداګرۍ، اقتصاد، کور، روغتیایي پاملرنه، ��سنۍ او سیاست کې د نژادي تبعیض پراخ شواهد موندلي دي. د ملګرو ملتونو او د متحده ایالاتو د بشري حقونو د شبکې د معلوماتو له مخې، "په متحده ایالاتو کې تبعیض د ژوند په ټولو اړخونو کې نفوذ کړی او د رنګ ټولو ټولنو ته پراخیږي".[۱][۲]

د امریکایي ژوند اړخونه

[سمول]

تابعیت او کډوالي

[سمول]

د ۱۹۷۰ کال د تابعیت قانون د متحده ایالاتو د تابعیت ورکولو لپاره لومړني یوشانته مقررات وړاندې کوي، چې تابعیت یې په "ازاد سپین پوستو وګړو" پورې محدود کړی، په دې توګه بومي امریکایان، قراردادي نوکران، غلامان، ازاد تورپوستي او اسیایان له تابعیت څحه محروموي. تابعیت او د هغې نشتوالي په مختلفو قانوني او سیاسي حقونو باندې ځانګړې اغیزه کړې ده، په ځانګړې توګه د فدرالي او دولتي ادارو په کچه د رایې ورکولو حق، په تیره بیا د ځینو دولتي دفترونو د لاس ته راوړلو حق، د قضا دنده، نظامي خدمت، او ډیری نور فعالیتونه لکه د دولت مرستو او خدماتو ته لاسرسي. د ۱۷۹۲ کال د ملېشو قانو هم د سرتېرو د جلب او جذب په برخه کې "ازاد قوی بدن لرونکي سپین نارینه اتباع" ته امتیاز ورکړی. د تینیس ایالت د ۱۸۳۴ کال په اساسي قانون کې داسې شرایط شامل وو: "د دې ایالت ازاد سپین پوستي وګړي حق لري چې د خپلې عادي دفاع لپاره وسله وساتي او ویې لیږدوي".  [۳][۴]

د دانسنګ رابېټ کریک تړون چې د ۱۸۳۰ کال د هندي وګړو د ایستلو قانون په بنسټ رامنځته شو، چاکتاو هنديانو ته اجازه ورکړه چې په مسیسیپي کې پاتې شي ترڅو د متحده ایالاتو اتباعو په توګه تابعیت ترلاسه کړي، چې د متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کولو لپاره لومړۍ لویه غیر اروپایی قبیلوي ډله وه. 

په تابعیت ورکولو او کډوالۍ کې نژادپالنه دوام لري، سره له دې چې د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې د څلورم تعدیل (په ۱۸۶۸ کې تصویب شو) په بنسټ د مساوي خوندیتوب په بند کې واضیح شوي دي.  څوارلسم تعدیل د محکمې پخوانۍ پریکړې رد کړه او په متحده ایالاتو کې زیږیدلو افریقایي امریکایانو ته یې د زیږون د حق تابعیت ورکړ. 

د ۱۸۷۰ کال  د تابعیت ورکولو قانون تورپوستو کسانو ته د تابعیت ورکول وغځاوه، حږ نورو غیر سپین پوستو خلکو ته نه، خو د تابعیت لرونکو چینایي امریکایانو تابعیت یې بیا لغو کړ. قانون پر رمزي ژبه تکیه وکړه تر څو "د تابعیت لپاره غیرقانوني بهرنيان" خارج کړي چې په عمده ډول په چینایي او جاپاني کډوالو باندې پلی شو.   [۵]

بومي امریکایانو ته د ۱۹۲۴ کال د هند د تابعیت قانون تر وخته پورې،  په یوه ټوټه ډوډۍ د ورکولو په ډول تابعیت ورکړل شوی و، چې دوی ته په یو اړخیز ډول د یو پوښښ په ډول د تابعیت حق ورکړ، که دوی د فدرالي پېژندل شوي قبیلې سره تړاو ولري یا او که نه، که څه هم تر دې نېټې دوه پر درېیمه برخه بومي امریکایانو لا د مخه په مختلفو لارو د متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کړی ؤ. دا قانون تېر وخت ته نه راجع کېده، نو ځکه تابعیت د ۱۹۲۴ کال د قانون له نافذې نیټې څخه مخکې زیږیدلو بومي امریکایانو ته یا د متحده ایالاتو څخه بهر بومي وګړو لپاره د اجرا وړ نه و.  

د تابعیت لپاره د نژادي وړوالي کې نور بدلونونه د ۱۹۴۰ کال څخه وروسته رامنځته شول، کله چې وړوالی "لویدیځې نیمه کرې ته د بومي نژاد نسلونو"، "فلیپیني وګړو یا د فیلیپیني نژاد وګړو،" "چینایي وګړو یا د چینایي نسل وګړو" او "د هندي نژاد بومي وګړو ته وغځول شو. د ۱۹۵۲ کال د مهاجرت او تابعیت قانون اوس په تابعیت ور کولو کې نژادي او جنسیتي تبعیض منع کړی دی.   [۶][۷]

د هغه دورې په جریان کې چې یوازې "سپین پوستو" خلکو تابعیت ترلاسه کولی شو، د محکمو ډیری پرېکړو ته اړتیا وه چې دا تعریف کړي چې کومې قبیلوي ډلې په دې اصطلاح کې شاملې دي. دا د "قبیلوي لومړیتوب قضایاوو" په نوم یادېدلې او په مقننه اسنادو کې هم راغلې دي. [۸]

رایه ورکول

[سمول]

د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې پنځلسم تعدیل (چې په ۱۹۷۰ کې تصویب شو)، په ښکاره ډول د نژاد پر بنسټ د رایې ورکولو حق نه ورکول منع کړل، خو کانګرس ته یې د پلي کولو مسولیت وسپارلو.

د بیارغاوونې دورې په ترځ کې، افریقایي امریکایانو د موقف او رایې ورکولو لپاره مبارزه پیل کړه، خو د ۱۸۷۷ کال تړون په سویلي ایالتونو کې د مساوي حقونو لپاره د قوي فدرالي پلي کولو دوره پای ته ورسوله. سپین پوستو سویلي وګړي د پنځلسم تعدیل له خوا په ښکاره ډول د قانون له مخې د تورپوستو د د رایې ورکولو له حق نه ورکولو څخه منع شوي وو، خو د بې برخې کولو نورې لارې یې وموندلې.

د جیم کرو قوانین چې افریقایي امریکایان یې، پرته له دې چې نژاد ته اشاره وکړي، په نښه کړي وو، په رایې ورکولو مالیه، د رایې ورکوونکو لپاره د سواد او د پوهاوي ازموینې، د استوګنې او د سوابقو د ساتلو شرایط او د هغوی د نیکه قضایاوې وې چې سپین پوستو ته یې د رایې ورکولو اجازه ورکوله. د تورپوستو په وړاندې قوانینو کوچني جرمونه لکه بیکارۍ (ډولي "ولګردي" ) جرم ګڼل، د رایې حق سلب کولو لپاره یې بهانه چمتو کوله. د هغو افریقایانو لپاره چې د نوم لیکنې یا رایې ورکولو لپاره به یې کوښښ کولو، غیرقانوني تاوتریخوالی او ترور او ځینې وخت وژل، ډیری وختونه د لڼډغرو له خوا وژنه او اور اچولو څخه کار اخستل کېده. د سپین پوستو د واکمنۍ د پلي کولو لپاره دا هڅې خورا بریالۍ وې. د مثال په توګه، د ۱۸۹۰ کال څخه وروسته، د مسیسیپي له ۱۴۷۰۰۰ وړ افریقایی – امریکایی رایه ورکونکو څخه تر ۹۰۰۰ لږ د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې وه چې شاوخوا ۶ سلنه کېږي. لوزیانا په ۱۸۹۶ کال کې د ۱۳۰۰۰۰ ثبت شوو افریقایي - امریکایی رایه ورکونکو څخه په ۱۹۰۴ کال کې کې ۱۳۴۲ کسانو ته کم شو چې (شاوخوا ۹۹ سلنه کمښت) دی. 

ان بومي امریکایان چې د ۱۹۲۴ کال د قانون له مخې یې تابعیت ترلاسه کړی تر ۱۹۴۸ کال پورې یې د رایې ورکولو حق نه و تضمین شوی. د کورنیو چارو وزارت د یوې سروې له مخې، اوو ایالتونو لاهم په ۱۹۳۸ کال کې کې هنديانو ته د رایې ورکولو حق نه و ورکړی. د فدرالي او دولتي کنترول تر منځ توپیر د قانون په پلي کولو کې نیمګړتیاوې را منځ ته کړې. ایالتونه د ایالتي قوانینو او اساسي قانون پر بنسټ تبعیض توجیه کولو. د هندیانو د رایې ورکولو د ممانعت لپاره درې اصلي دلیلونه لکه د املاکو مالیاتو څخه د هندیانو معافیت، د قبیلوي تړاو خوندیتوب او دا تصور چې هنديان تر محافظت لاندې وو، یا د فدرالي ادارې ترکنټرول لاندې ځمکو کې ژوند کوي، شتون درلود. په ۱۹۴۷ کال کې، د اریزونا او نیو میکسیکو پرته ټول هغه ایالتونه چې د هندي وګړو لوی نفوس یې درلود، بومي امریکایانو ته د رایې ورکولو حق ورکړ چې د ۱۹۲۴ کال د قانون په بنسټ وړ وګڼل شول. بالاخره په ۱۹۴۸ کال کې یوې قضایي پرېکړې وروسته پاتې ایالتونه دې ته اړ کړل چې د هندیانو په رایه ورکولو باندې خپل ممانعت لرې کړي.[۹][۱۰]

د مدني حقونو غورځنګ پرته د نژادې ملاحظې څخه د رایې ورکولو د حقوقو په برخه کې د ګانګرس له خوا لویو بدلونونو لامل شو، چې د ۱۹۶۵ کال د رایې ورکولو په قانون سره پیل شو. لکه څرنګه چې دې کار په ټول هېواد کې د رایې ورکولو او دندې اخستلو په برخه کې د لږکیو نژادي ډلو وړتیا ډېره کړه، د دې ډلو په وړاندې تبعیضي قوانین او اداري محدودیتونه لا هم د اندېښنې وړ دي. د قدرت نا عادلانه تقسیم او د رایه ورکوونکو د ځپلو کوښښونه په ټول هېواد کې، ډېری د سیاسي انګېرنو له لارې، په اغیزناکه توګه په امریکایي افریقایانو او نورو لږکیو ډلو باندې اثر کوي. په دې اندېښنو کې د یوې خاصې ډلې لپاره د رایې ورکولو ځانګړي شرایط، د نوم لیکنې ستونزې، د لیک له لارې په رایه محدودیت، او د رایې ورکولو په ځایونو کې نا مناسب چاپېریال او اوږده فاصله، یا لږ کاري ساعتونه شامل دي. د ۲۰۱۳ کال د متحده ایالاتو د سترې محکمې پریکړې د شیلبي کاونتي هولډر د ۱۹۶۵ کال قانون د مخه د تصفیې احکام لغو کړل چې د تبعیض ضد پلي کول یې خورا ستونزمن کړل.

په ۲۰۱۶ کال کې، د رایه ورکوونې د عمر لرونکو له ۱۳ افریقایي امریکایانو څخه یو یې له خپلو حقونو څخه محروم شول، چې د غیر افریقایي امریکایانو څلور برابره دی. شاوخوا ۷.۴ سلنه د لوی سن امریکایي افریقایان د رایې له حق څخه محروم شوي چې دا تناسب بیا په غیر افریقایي امریکایانو کې ۱.۸ سلنه دی. په فلوریډا کې د خیانت له اړخه بې برخې کول له ۱۰٪  څخه ډیر اتباع د ټول عمر لپاره او د ۲۳٪ څخه ډېر افریقایي - امریکایی اتباع  بې برخې کړي دي.[۱۱]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Henry, P. J., David O. Sears. Race and Politics: The Theory of Symbolic Racism. University of California, Los Angeles. 2002.
  3. second Militia Act of 1792
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).