سوزا ينګ ګيټس
سوزا ګيټس (چې د ينګ او مخکې د ډنفورډ په نوم پېژندل کېده، 18 مارچ 1856 – 27 مۍ 1933) يوه امريکايي ليکواله، د مهاليزې خپرونې مسئوله، د Daughters of Utah Pioneers (د ښځو يو سازمان و) رئيسه، او د ښځو د حقوقو پلوې وه. نوموړې د LDS کليسا د رئيس «بريګم ينګ» لور وه. د ژوند په اوږدو کې، ګيټس ډېرې لنډې کيسې، ناولونه، شعرونه او نور ادبي اثار ولیکل. د « R. Paul Cracroft» د رسالې تر مخې، ګيټس د نورو مورمن ليکوالانو په پرتله ډېرې ليکنې کړي دي. ګيټس همدا راز د « Latter-day Saints» (LDS Church) د عيسی مسيح په کليسا کې فعاله ښکېله وه، چېرته چې د نورو مواردو تر څنګ، نوموړې درسي لارښودونه وليکل، د ريليف ټولنې د مديره پلاوي غړې وه، د شجره نسب د هڅو مشري يې وکړه، او د يوې مبلغې په توګه يې خدمات تر سره کړل.[۱]
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]ګيټس د «يوټا» سيمې په «سالټ ليک سيټي» کې زېږېدلې وه، د مور نوم يې «لوسي بګيلو» و چې د «برګم ينګ» يوويشتمه مېرمنه وه. په ګيټس د سوزانا نوم اېښودل شوی و، خو د ��وند په اوږدو کې په «سوسا» يادېده. هغه د «برګم» دوه څلوېښتم بچی، او د «لوسي بګيلو» او «برګم ينګ» دويم ماشوم و. ګيټس په «لواين هاوس» کې ستره شوې وه. د «ینګ» کورنی ژوند د هغه د پلار د کورنۍ د ستروالي له امله ډېر منظم و. د هغې ورځنی ژوند د ټاکلو خوراکونو، لمونځونو، ښوونځي زده کړې، کورني عبادت او خوب په وخت مشتمل و. د ګيټس په وينا د هغې ماشومتوب ډېر خوشاله و، او د «ينګ» په کورنۍ کې له سترېدو هغې خوند اخيستی و. په هر حال، ګيټس د خپلې کورنۍ د ستونزو يو لړ خاطرې هم ثبت کړي دي. په داسې حال کې چې ګيټس ويلي د خپل پلار له يو شمېر مېرمنو سره يې نږدې اړيکې درلودې، هغې له ټولو سره وخت تېرول نه خوښول. نوموړې همدا راز هغه اټکلونه هم رد کړي دي چې د «برګم» د مېرمنو په منځ کې شخړې کېدې، په داسې حال کې چې د دې کورنۍ نورو غړو ويلي چې يو څه کړکيچ موجود و.[۲][۳]
کله چې ګيټس وزېږېده، د هغې پلار د LDS کليسا رئيس، د «يوتا» والي او د هندوستاني چارو سرپرست و. د يو لړ طبيعي پېښو له امله، «يوتا» د خوراک له کمښت سره مخ شو، او د «يوتا» اوسېدونکي اړ و چې د ټاکلي خوراکي توکو په تر لاسه کولو ژوند وکړي. ګيټس د يوتا د جګړې پر مهال ماشومه وه، کوم چې په هغه ستونزو کې ونډه درلوده چې دا کورنۍ ورسره مخ وه. د جګړې له امله، ګيټس د خپلې کورنۍ د يو شمېر غړيو سره د لنډ مهال لپاره سويل ته وکوچېده، کومه سیمه چې اوس د «پروو» په نوم يادېږي.[۴]
څه ډول چې هغه مهال په «يوټا» کې دود و، ګيټس په ډرامې او نڅا کې روزنه تر لاسه کړه. په اوه کلنۍ کې نوموړې په سيمه ييز نندارځي (تياتر/صحنه) کې په کار کولو پيل وکړ. ګيټس په خپل ښوونځي کې پرمختګ وکړ، او په ديارلس کلنۍ کې د «ډيزرټ» په پوهنتون کې داخله شوه، په څوارلس کلنۍ کې د «College Lantern» په نوم د محصلینو د ورځپاڼې مديره شوه. په هر حال، پلار يې له ښوونځي وويسته او (د خپلو دوه مېرمنو او د هغوی د ماشومانو په ګډون يې) په «یوټا» کې «St. George» ته ولېږدوله. په «St. George» کې، ګيټس زده کړو ته دوام ورکړ، خو د خپل نوي ښوونکي او ملګرو سره څنګ په څنګ مزل ته يې دوام ورکړ.[۵][۶]
زده کړه
[سمول]په ماشوموالي کې، ګيټس په هغه خصوصي ښوونځي کې زده کړې وکړې، چې مالک يې «برګم ينګ» و، او د «لاين هاوس» د سرک بلې غاړې ته يې موقعيت درلود. د هغې د پلار د سياسي او مذهبي حيثيت او له لوست سره د هغې د مينې له امله، ګيټس د خپل عمر د نورو ماشومانو په پرتله زياته زده کړه وکړه. ګيټس همدا راز ويلي دي چې د هغې او د هغې د نورو خوېندو وروڼو زده کړې «برګم ينګ» ته ډېر اهميت درلود. د ډېرو هغو مقالو پر اساس چې هغې ليکلي دي، ګيټس له ښوونځي ډېر خوند اخيست. ګيټس ويلي هغې فرصت درلود چې موسيقي او د نندارځای کې کار کول زده کړه وکړي. نوموړې يادونه کړې چې د هغې کورنۍ د کورنۍ په منظم ډول د اشرافو لپاره د موسيقۍ په جوړو شويو مراسمو (نمايش/شوګانې) کې ګډون کاوه چې دا د کورنۍ يو فعاليت و، چې دا مراسم به عموماً د «برګم ينګ» له خوا هڅول کېدل او مشري به يې کوله. د نولسمې پېړۍ پر مهال، دې ډول مراسو په يوټا کې زيات شهرت پيدا کړ. [۷][۸][۹]
په څوالس کلنۍ کې، هغه د "The College Lantern" همکاره مديره شوه، کومه چې یوه ادبي مجله وه او د «ډيزرټ» پوهنتون له خوا خپرېده، چېرته چې نوموړې محصله وه. "The College Lantern" مجله په لوېديځ کې له پوهنتون څخه خپرېدونکې يوه له لومړيو خپرونو څخه وه. د «کرافټ» د مقالې تر مخې، ګيټس په يوټا کې يوه له لومړيو هغو خلکو وه چې لنډيز ليکل يې زده کړل. له ډنفورډ څخه تر طلاق اخيستلو وروسته، ګيتس د کليسا مشرانو ته عريضه وکړه، تر څو د زده کړې په دوام کې له هغې سره مرسته وکړي. هغې ته د ډيزرټ د پوهنتون (اوس د يوټا پوهنتون په نوم پېژندل کېږي) بورسيه ورکړل شوه، خو هغې په بريګم ينګ اکاډمۍ (اوس د بريګم ينګ پوهنتون په نوم پېژندل کېږي) کې د داخلې پرېکړې وکړه. د طلاقې شوې مور په توګه، ګيټس د نورو محصلينو په منځ کې ممتازه وه، په هر حال، هغه خپلو زده کړو ته ژمنه وه او په خپلو تحصيلي دورو کې يې سخت کار وکړ. په BYA کې د شتون پر مهال، ګيټس د موسيقۍ د زده کړو تدريس کاوه. په BYA کې د لومړي کال پای ته رسولو وروسته، ګيټس د يوټا د پرېښودلو پرېکړه وکړه، تر څو د بريګم له يوې مېرمنې سره «هاوايي» ته ولاړه شي.[۱۰][۱۱]
ګيټس همدا راز د هارورډ پوهنتون د دوبي په تحصيلي دورو کې زده کړه وکړه، خو د بشپړ وخت د محصلې په توګه داخله ورنه کړل شوه. په هارورډ کې يې په ادبياتو او فيزيکي روغتيا تحصيلي دورو کې تحصيل وکړ. د ګيټس د محصلۍ پر مهال د دوبي دا ډول زده کړې د ښځو لپاره عامې وې. په هارورډ کې د «موډ بابکاک» محصله وه، څوک چې د کليسا يوه نوميالۍ غړې او په راتلونکې کې دوی دواړه د « Young Women's Mutual Improvement Association» (ينګ د ښځو متقابل پرمختګ ټولنه» د مديره پلاوې غړې وې.[۱۲][۱۳]
مسلک
[سمول]اکاډميک مسلک
[سمول]ګيټس په يوټا کې له بېلابېلو تعلیمي ادارو سره ښکېله وه. ګيټس په 1878ز کال کې په «پروو» کې د بريګم ينګ اکاډمۍ کې په کار پيل وکړ، چېرته چې هغې د موسيقۍ درسونه تدريس کړل او د موسيقۍ د ډيپارټمنټ بنسټ يې کېښود. په 1890ز لسيزه کې، ګيټس بېرته BYU ته راستنه شوه، او د پلاوي د غړې په توګه يې کار وکړ. په دې ځای کې يې د کورني اقتصاد ډپارټمنټ جوړ کړ او د فيزيالوژۍ او جينيالوژۍ په ټولګيو کې يې تدريس وکړ. هغه د يوټا په «لوګن» کې د يوټا د کرنې د کالج د امينانو د پلاوي غړې وټاکل شوه. په همدې کالج کې، هغه د کورني اقتصاد او هنر د کميټې غړې هم وه.[۱۴]
جوړ کړي سازمانونه
[سمول]ګيټس د خپل یوند په اوږدو کې ډېر سازمانونه جوړ کړل. هغه د يوټا د ښځو پريس کلب شريکه بنسټګره وه. ګيټس د انقلاب لوڼو سازمان (Daughters of the Revolution) يوه څانګه په يوټا کې تنظیم کړه. ګيټس همدا راز د يوټا د مخکښانو د زامنو او لوڼو سازمان (Sons and Daughters of the Utah Pioneers) بنسټ هم کېښود. هغې همدا راز د کورني اقتصاد ملي ټولنې (National Household Economic Association) په تنظیم کې هم مرسته وکړه. د 1870ز کال د مۍ په اوه ويشتمه نېټه، ګيټس د «Young Ladies Retrenchment Association» ټولنې منشۍ شوه. دا ټولنه د ځوانو LDS ښځو تر منځ د یوې بلې د ملاتړ او له يوې بلې سره د اړيکې د پیدا کولو په موخه جوړ شوی و. ګيټس د امریکايي انقلاب لوڼو، د يوټا مخکښانو لوڼو، او د ښځو ملي پريس کلب د يوټا د څانګو ابتدايي تنظيم کونکې وه. ګيټس همدا راز له 1891 څخه تر 1933ز کال پورې د بريګم ينګ پوهنتون، او له 1906 څخه تر 1912ز کال پورې د يوټا ايالت د کرنې کالج د رئيسه پلاوي غړې هم وه.[۱۵][۱۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).

- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.