Jump to content

سلطان مراد (دریم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سلطان مراد دریم، دریم مراد خان یا مراد III (زوکړه 4 جولای 1546 –مړینه 16 جنوري 1595) د عثماني امپراتورۍ سلطان وو چي له 1574 څخه تر 1595 پوري یې ددغه واکمنۍ چاري په لاس کي درلودې. د نوموړی په واکمنۍ کي د اروپا د هابسبورګ او د پارس له صفویانو سره خونړي جګړې ترسره سولې. همدارنګه د مراکش هیواد هم د یو څه وخت لپاره د عثماني امپراتورۍ برخه وه، خو په 1582 کي بیرته خپلواک سو.

درېيم مراد
Murâd-ı sâlis (عثماني تورکي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Manisa (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۴ جولای ۱۵۴۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۶ جنوري ۱۵۹۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
استوګنځی
ژبې
دنده
ruler (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
  لړۍ...
Şehzade Abdullah (en) ژباړلIsmihan Sultan (en) ژباړلFatma Sultan (en) ژباړلŞah Sultan (en) ژباړلGevherhan Sultan (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دین

د مراد خان واکمني د افریقا په ختیځ ساحل کي زیاته پراختیا پیدا کړه، او تر لیري سیمو یې ځواک وغځېدی. څرنګه چي عثماني امپراتورۍ د وخت په تېرېدو سره د معاصري نړۍ د محاصرې ترڅنګ د فساد او انفلاسیون څخه هم کړېدل، نو ځکه د مراد په وخت کي د عثماني واکمنۍ اړوند د یني چري پوځ او عامو خلکو ترمنځ پراخ اختلافات رامنځ ته سول. مراد خان په بهرني سیاست کي د انګلستان سره ټینګي اړیکي ورغولې، دا ځکه چي دواړه د هسپانوي واکمنې ګډ دښمنان ګڼل کېدل. مراد پخپله واکمني کي د هنرونو یو لوی ملاتړی هم وو، او هنر ته یې زیاته پراختیا ورکړه.

واکمني

[سمول]

د مرادخان پلار سلیم په 1574 کي مړ سو او د نوموړي تر مرګ وروسته مراد د خپلو پنځو کوچنیو وروڼو په لمنځه وړلو سره خپله واکمني پیل کړه. د مراد واک د دولتی حرم او سلطاني کورنۍ د نفوذ له امله خورا کمزوری وو، په ځانګړې توګه د هغه د مور او همدارنګه د ژوند د ملګري صفیه سلطان له لوري چي ډیری وختونه یې په دولتي چارړ کي د سوکوللو محمود پاشا نفوذ ته زیان رساوه، په ځانګړې توګه د یادوني وړ دي. د سلیم واک د کورنۍ کمزوري سره سره د ځواکمن لوی وزیر سوکوللو محمود پاشا د اغیزمن مشرتابه لخوا بیخي ښه سمبال سوی، او د 1579 په اکتوبر کي یې تر خپل مرګه پوري په زړه پوري خدمات ترسره کړل.

د مراد د واکمنۍ پر مهال د هابسبورګ له پاچاهۍ سره د نښتو او شمالي پولو ساتنه د بوسنیا د والي حسن پریدوجیویچ لخوا سرته رسېدله. عثماني ځواکونو په دې دفاع او جګړو کي څو ځله ماته هم وخوړل. د مراد خان واکمني په عثماني تاریخ کي له کاواکه دورو څخه ګڼل کیږي چي نه یوازي یې د مراکش د لاسه ورکولو په پایله کي د افریقا په وچه کي نفوذ کمزوری سو، بلکي په ختیځ کي له صفوي واکمني او په لویدیځ کي د هابسبورګ واکمني سره جګړو او د عثماني ټولواکمني لوی پوځ سرغړونو یاد سلطنت ته لوی زیانونه واړول.

مړینه

[سمول]

مراد د 1595 کال د جنورۍ په 16 د توپکاپي په ماڼۍ کي د ناروغۍ له امله مړ او د ایا صوفیا څنګ ته په یوه قبر کي ښخ کړل سو. په مقبره کي د سلطان ترڅنګ د هغه د میرمنو او ماشومانو 54 تابوتونه هم شتون لري.

  1. ويل شوي په: IdRef. IdRef پېژند: 165829230. بياځلي سمون: ۴ مارچ ۲۰۲۰. خپروونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.