Jump to content

د اوزون تخریب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د اوزون تخریب
برخه دپه چاپېریال باندې د بشر اغېز
ځایهوا، ozone layer
پيل نېټه۱يو جنوري ۱۹۵۰
لاملونهchlorofluorocarbon
لوستل کيږي پهScientific Assessment of Ozone Depletion
Handled, mitigated, or managed byMontreal Protocol

د اوزون تخریب کې دوې اړوندې پېښې تر بحث لاندې دي، چې له ۱۹۷۰ کلونو له وروستیو راهیسې څېړل شوې دي: د ځمکې په اتموسفیر کې د اوزون په ټوله کچه کې نږدې څلور سلنه دوامداره کمښت او د ځمکې د قطبي سیمو په شاوخوا کې په سټراټوسفیریک اوزون (د اوزون طبقه) کې د پسرلي وخت ډېر زیات کمښت. دوهمه پدیده د اوزون سوري په نوم یادېږي. د دې سټراټوسفیر پیښو سربېره، د پسرلي په وخت کې د قطبي ټراپوسفیریک اوزون د تخریب پیښې هم شته دي.[۱]

د اوزون د تخریب او د اوزون سوري اصلي لاملونه، تولید شوي کیمیاوي توکي، په ځانګړې توګه د هالو کاربن یخوونکي، محللونه، محرکه توکي او د ځک پو کولو عوامل (کلورو فلورو کاربن یا CFCs، HCFCs، هالونونه) دي، چې د اوزون تخریب کونکو توکو(ozone-depleting substances) یا (ODS) په نوم یادېږي. دا مرکبات د سطحې څخه د خپرېدو وروسته د ګډوډ مخلوط په واسطه سټراټوسفیر ته لېږدول کېږي، د مالیکولونو د کیناستو په پرتله په چټکۍ سره مخلوط کېږي. دوی یوځل په سټراټوسفیر کې د نوري تجزیې (photodissociation) له لارې د هالوجن ګروپ څخه اتومونه خوشې کوي، چې آکسیجن ته اوزون تجزیه کټاليز کوي. د اوزون د تخریب دواړه ډولونه د هیلو کاربنونو د خپرېدنې په زیاتېدو سره د زیاتیږي.[۲][۳]

د اوزون تخریب او د اوزون سوري د سرطان خطرونو او نورو منفي اغېزو په اړه په ټوله نړۍ کې اندېښنه رامنځته کړې ده. د اوزون طبقه د ځمکې له اتموسفیر څخه د ماوراء بنفش (UVB) وړانګې د زیان رسونکو موجو له تېرېدو څخه مخنیوی کوي. دا د موج طول د پوستکي سرطان، د لمر سوځېدنې، دایمي ړوندوالی او د سترګو د ګل سبب ګرځي، چې اټکل شوی د اوزون د نری کېدو په پایله کې به دا اندېشنې د پام وړ زیاتوالی ومومي او همدارنګه بوټو او څارویو ته به زیان ورسوي. دا اندېښنې په ۱۹۸۷ کال کې د مونټرال پروتوکول د تصویب لامل شوې، چې دا پروتوکول د کلوروفلوروکاربنونو، د هالونونو او د اوزون د نور تخریب کونکو کیمیاوي توکو تولید بندیز لګوي.[۴][۵]

دا بندیز په ۱۹۸۹ کال کې پلی شو. د اوزون کچې د ۱۹۹۰ کال لسیزې په نیمایي کې تثبیت شوې او د ۲۰۰۰ کال په لسیزه کې یې په رغېدو پيل وکړ، ځکه چې په جنوبي نیمه کره کې د جنوبي قطب په لور د جټي جریان بدلون درېلی او ممکن حتی تغییر تغییر یې کړی وي. اټکل کېږي چې رغونه به په راتلونکې پېړۍ کې دوام ومومي او تمه کېږي چې د اوزون سوری به تر ۲۰۷۵ کال پورې د ۱۹۸۰ کال څخه وړاندې کچو ته ورسيږي. ناسا په ۲۰۱۹ کال کې راپور ورکړ چې د اوزون سوری په ۱۹۸۲ کال کې  یې له کشف کېدو راهیسې زیات کوچنی ؤ.[۶][۷][۸][۹]

د مونټرال پروتوکول تر دې دمه د چاپېریال ترټولو بریالی نړیوال تړون ګڼل کېږي.[۱۰][۱۱]

سرچينې

[سمول]
  1. "Twenty Questions and Answers About the Ozone Layer" (PDF). Scientific Assessment of Ozone Depletion: 2010. World Meteorological Organization. 2011. نه اخيستل شوی March 13, 2015.
  2. Andino, Jean M. (October 21, 1999). "Chlorofluorocarbons (CFCs) are heavier than air, so how do scientists suppose that these chemicals reach the altitude of the ozone layer to adversely affect it ?". Scientific American. 264: 68.
  3. "Part III. The Science of the Ozone Hole". نه اخيستل شوی March 5, 2007.
  4. "Ultraviolet (UV) Radiation". www.cancer.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-06.
  5. "The Montreal Protocol on Substances That Deplete the Ozone Layer". United States Department of State (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-06.
  6. Antara Banerjee; et al. (2020). "A pause in Southern Hemisphere circulation trends due to the Montreal Protocol". Vol. 579. Nature. pp. 544–548. doi:10.1038/s41586-020-2120-4.
  7. "The Antarctic Ozone Hole Will Recover". NASA. June 4, 2015. نه اخيستل شوی 2017-08-05.
  8. Bowden, John (2019-10-21). "Ozone hole shrinks to lowest size since 1982, unrelated to climate change: NASA". TheHill (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2019-10-22.
  9. Ansari, Talal (October 23, 2019). "Ozone Hole Above Antarctica Shrinks to Smallest Size on Record". Wall Street Journal – via www.wsj.com.
  10. "The Ozone Hole-The Montreal Protocol on Substances that Deplete the Ozone Layer". Theozonehole.com. 16 September 1987. Archived from the original on 2012-09-12. نه اخيستل شوی 2019-05-15. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  11. "Background for International Day for the Preservation of the Ozone Layer - 16 September". www.un.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2019-05-15.