Jump to content

د آدولف هتلر مذهبي عقاید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نازي جرمني د دیکتاتور ( ۱۹۳۳ـ۱۹۴۵) آدولف هتلر مذهبي عقاید د بحث وړ موضوع پاتې شوې ده. د وخت په تېرېدو، د مذهبي مسایلو په اړوند د هغه نظریاتو د پام وړ تغیر موندل دی. د خپل سیاسي ژوند په پیل کې، هتلر عیسویت پلوه نظریات ښکاره کړي دي. ډېری تاریخپوهانو د هغه وروستی حالت د عیسویت ضد بللی او هغه په الحاد هم نیوکه کړې ده. [۱][۲][۳][۴][۵]

هتلر له یوې کاتولیکې مور کلارا هتلر څخه زېږدلی او هغه ته د رومن په کاتولیکه کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شوی دی. د هغه پلار الویس هتلر یو آزاد فکره او د کاتولیکې کلیسا په اړوند شکمن سړی و. هتلر د اطریش په لینز کې چې دهغه کورنۍ پکې اوسېدله په یوه کاتولیکه کلیسا کې تصدیق شو. د جان ویلارد تولاند ( یو امریکایي ليکوال او د هتلرد بیوګرافۍ په لیکلو کې مشهور و) د شواهدو له مخې، د هتلر د تصدیق ملاتړی مجبور و چې له هغه څخه ځينې کلمې را وباسي.. خو هغه له ټول تصدیق څخه کرکه کوله.  د هتلر د بیوګرافۍ لیکوال جان تولاند داسې نظر لري چې هتلر له ځان سره داسې تعلیم نقل کاوه چې ((یهود دخدای قاتل و. نو له منځه وړل د وجدان له عذاب پرته تر سره شي ځکه هغه دېر کم وخت د خدای انتقام اخیستونکی لاس وي)) . رایسمن د هغو شاهدانو له قوله لیکي چې له هتلر سره یې په ویانا کې په یوه کور کې ژوند کاوه چې هتلر په اته لس کلنۍ کې له کور څخه تر وتلو وروسته هېڅکله بیا د عشاء رباني په کوم ډول مراسمو کې ګډون ونه کړ او نه بیا ځلې تقدیس شو. کریګر ( د هتلرپه وخت کې یو قانونپوه و) کریګر ادعا کوي چې هتلر کاتولیکه کلیسا پرې ايښې وه، د هتلر وروستی سکرتر تصدیقوي چې هتلر د کومې کلیسا غړی نه و. اوتو ستراسر ( یو جرمنی سیاست پوه او د نازي ګوند پخواني غړی و) په هتلر باندې په نیوکه ویلي دي (( هتلر د روسنبرګ ( د نازي مفکورې یوتیوریسن و) له الحاد سره د مغشوشوونکې مهربانۍ له امله یو ملحد و)). جنرال ګرهارد انجېل ( په دویمه نړیواله جګړه کې یو جرمنی جنرال و) تاييدوي چې هتلر په خصوصي توګه ده ته وویل (( زه اوس د پخوا په څېر کاتولیک یم او همداسې به پاتې شم)). [۶][۷][۸][۹][۱۰]

د خپل حاکمیت په لومړیو کلونوکې، هتلر په خپله یوه وینا کې ځان کاتولیک نه بلکه یو جرمني عیسوی وباله. جرمني عیسویان د پروتستانتو یو ګروپ و چې د نازي مفکوري ملاتړ یې کاوه. هتلر او د نازي ګوند همدارنګه د غیر فرقه ای او مثبت عیسویت څخه ملاتړ کاوه، غیر فرقه اي او مثبت عیسویت یو خوزښت و چې د عیسی علبه السلام  خدایي او دیهودیت عناصر لکه د پخواني وخت کتابونو  په شان پخوانۍ عیسوي نظریې یې ردولې. د ده له خوا په یوه براخه ډول نقل شوې تبصرې کې ویل شوي چې ده عیسی علیه االسلام یو آرین ( یو نژاد و) جنګیالی بللی چې د فاسد فاریسي ( یو یهودي ټولینز خوزښت و) تظاهر او ځواک او یهودی ماده پالنې په مقابل کې جنګیده. هتلر به ډېری وخت د پروتستانیزم او لوترانیزم ( د کلیسا د هغې برخې عقاید چې د مارتین لوتور په درسونوباندې ولاړې وي)  په هکله خبرې کولې او ویل به یې (( لکه په انګلند کې،  زما په واسطه د ایوان جلیکي پروتستان کلیسا ( هغه کلیسا چې پېروان یې په دې عقیده دي چې بریالیتوب او خلاصون د عیسي علیه السلام په پېروۍ که لاس ته راځي نه د ښو اعمالو ترسره کولو له امله) قانوني کلیسا کېدای شي)) او (( ستر اصلاح کوونکی مارتین لوتر دا وړتیا لري چې  د پاپ او کاتولیکې کلیسا په وړاندې و دریږي)).    [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د هتلر رژیم د جرمني پروتستانتانو او د جرمني د پروتستانت متحدې کلیسا د همغږۍ لپاره په هڅه پیل وکړ خو دا ( د اعتراف کوونکې کلیسا) له مقاومت سره مخامخ شوه او ژر یې سیاسي کاتولیزم له منځه یووړ. که څه هم د نازی مشري د کاتولیکې کلیسا له خوا تکفیر شوه خو هتلر د جرمني او واتیکان ترمنځ مذهبې تړون سره هوکړه وکړه ، خو له دې وروسته یې له پامه وغورځاوه او د کاتولیکي کلیسا د پېروانو ځورولو ته یې اجازه ورکړه. ډېریو تاریخپوهانو ټینګار کړی دی چې هتلر او هغه پورې اړونده داخلي کړیو کې نورو مذهبونو نفوذ کړی و. د یوه ملګري په ستاینه کې هغه ملګری را وباله چې والاها ( دا یوافسانوی ځای دي چې هلته خدای له هغو خلکو ته ښه راغلاست وایي چې په جګړه کې وژل شوي وي) ته ننوځي، خو له دې وروسته هغه وویل چې دا حماقت دی چې د اودین یا ووتان ( په عیسویت ک ې دخدایانو خدای ته ویل کېږي) عبادت د جرمني الحاد په منځ کې بیا ورغوي. ځينې تاریخپوهان بحث کوی چې هغه حاضر و چې جګړې وځنډوي او هغه اراده درلوده چې بلاخره په جرمني کې عیسویت له منځه یوسي او یا کم له کمه داسې اصلاحات پکې را ولي چې د نازي لرلید سره برابر وي.  [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

تاریخ ليکنه

[سمول]

الن بلاک ( یو انګلیس لیکوال و چې د هتلر د بیو ګرافۍ د لیکلو له امله یې شهرت پیدا کړی) لیکلي چې هتلر یو کاتولیک روزل شوی و، خو دا چې د خپل سازماني قدرت له اغیزې لاندې و نو له مسیحیت څخه  یې د عقلانې او اخلاقې دلایلو په بنسټ انکار وکړ. الن بلاک لیکلي چې هتار نه په خدای عقیده درلوده نه په وجدان، خو ((هغه توجیه او بښنه ))  په خپل هغه نظر پورې تړل چې د هیګل ( یو جرمنی فیلسوف و) له دې نظر څخه یې نشأت کړی چې هغه ویلي و چې اتلان له متداولو اخلاقو څخه پورته دي، او د تاریخي اشخاصو نقش دا دی چې هغوی هغه عوامل دي چې د هغوی په واسطه د نړیوال روح ارداه اود تقدیر پلان اجراء کیږي.  د هغه د نظامي بریاوو څخه وروسته، هتلر په بشپړه توګه ځان میګالو مانیا ( یو ډول هوس دی خينې وایي دماغي ناروغي ده  چې انسان ځان تر هرڅه پورته بولي او غواړي هر څه د ده تر واک لاندې وي) ځان ستر لېدنې، د مفرط کبر ګناه  ته وسپاره او ځان یې له بشر پورته باله. الن بلاک لیکلي، یوځل چې جګړه پای ته رسېدلې وه هغه وغوښتل چې د کلیساوو د نفوذ  ریښې وباسي ا و ړنګې یې کړي خو د سیاسي دلایلو له امله هغه محتاط و. [۳۰][۳۱][۳۲]

د هتلر له نظره، مسیحیت داسې یومذهب و چې د غلامان  لپاره وړ ده، هتلر د مسیحیت له  اخلاقیاتو په ځانګړې توګه کرکه درلوده. هغه ویل چې د مسیحیت درسونه د طبیعت د دې قانون چې(( ټاکنه د مبارزې له لارې اوبقا د غوره شیانو)) په وړاندې یو بغاوت دی.   

د پېړۍ په پیل کې، مخکښ هتلر پېژندونکي این کرشاو د ه��لر یو اغیزمنه بیوګرافي ولیکله او داسې نوې سرچینی یې وکارولې چې د هتلر مذهبې عقاید یې واضح کړل. هغه پایله اخلي او لیکي چې هتلر یو روحانی و خوورسره په کلیساوو نیوکه کوونکی و.  [۳۳]

هتلر یو ځل وویل: ((نړی کې د جرمني پوځ لومړی کیدل، په روزنه کې، د واحدونو په روزنه کې، په تسلیحاتو کې او تر ټولو پورته په معنوي زده کړه کې دا هرڅه حیاتی و، که داسې نه واي  شوي جرمنی به اوس نه و. )) هتلر په ځینو مواردو کې ډېر ځلي ویلي چې له کلیساوو سره د جګړې لپاره مهلت اووخت ته ضرورت ده، خو خپلو لاس لاندې کسانو ته د کلیسا په اړوند پاروونکو نظریاتو اظهارول هغوی ته دا اجازه ورکوله چې د کلیساو په ضد جګړه توده کړي. هغوی ډاډه وه چې هغوی د  کلیساوو په وړاندې د هتلر د بې صبرۍ له مخې کار کوی نو يې د کلیساوو په وړاندې له خصومت نه ډک عملونه تر سره کړل. د کال ۱۹۳۷ په پیل کې هغه ویل چې (( مسیحیت نور د له منځه وړلو لپاره وړ ده، له همدې امله کلیساوې باید د تصور وړ وحشتناک بنسټ باندې نیوکه وکړي اود دولت لومړي والي ته تسلیم شي)) .

برتانیایي تاریخپوه ریچارد جې ایوانس چې لومړی ځل یې د نازي جرمني او دویمې نړیوالې جګړې په اړه لیکل کول لیکلي چې هتلر ادعا کوله چې نازیزم په ساینس باندې بنا دی هغه وویل  (( ساینس کولای شي په آساني سره د خرافاتو وروستیي پاتي شونې له منځه یوسي، جرمني نه شی کولای د پاپ او کشیشانو په شان د بهرنۍ مداخلې اغیزې وزغمي ، دا تورې حشرې دي او په تورو چپنو کې جنین سقط کوي. [۳۴]

برتانوي تاریخپوه ریچارد اوري چې د هتلر د بیوګرافۍ لیکوال و، هتلر د مذهب په اړه شکمن بولي اووایي (( هتلر او ستالین دواړه د یوه بې پرې مذهب غوښتونکي و چې دولت ته تابع وي، په داسې حال کې چې  د ساینسي کشف ورو برنامې د مذهبې افسانې بنسټ ړنګ کړ.[۳۵][۳۶][۳۷] 

سرچينې

[سمول]
  1. Steigmann-Gall 2003, p. 265: "During the Kampfzeit and into the first years of the Third Reich, he maintained – both publicly and privately – that the movement bore some fundamental relationship to Christianity, as witnessed by his repeated intonations of positive Christianity and his repeated reference to the relevance, even priority, of Christian social ideas to his own movement. Then we see an apparent total rejection of those same ideas near the end."
  2. Hastings, Derek (2011). Catholicism and the Roots of Nazism: Religious Identity and National Socialism (in انګليسي). Oxford University Press. ISBN 978-0199843459. While there is little doubt that Hitler was a staunch opponent of Christianity throughout the duration of the Third Reich, I would caution against viewing Hitler's religious identity in static terms. Rather, it seems to me that Hitler's religious stance underwent a significant evolution over time, particularly in an external-historical sense but quite possibly internally as well. Before the Beerhall Putsch, Hitler made public statements of devotion to his "Lord and Savior" that would never have been made – either publicly or privately – at a later date. […] At the same time, a shift is already visible in the pages of Mein Kampf away from energetic and open advocacy to a much more subdued tolerance of Christianity, a respect for the institutional strength of the Catholic Church, and a practical desire to avoid interconfessional squabbles within the movement.
  3. * Alan Bullock; Hitler: a Study in Tyranny; Harper Perennial Edition 1991; p. 219: "Hitler had been brought up a Catholic and was impressed by the organization and power of the Church... [but] to its teachings he showed only the sharpest hostility... he detested [Christianity]'s ethics in particular"
    • Ian Kershaw; Hitler: A Biography; Norton; 2008 ed; pp. 295–297: "In early 1937 [Hitler] was declaring that 'Christianity was ripe for destruction', and that the Churches must yield to the 'primacy of the state', railing against any compromise with 'the most horrible institution imaginable'"
    • Richard J. Evans; The Third Reich at War; Penguin Press; New York 2009, p. 547: Evans wrote that Hitler believed Germany could not tolerate the intervention of foreign influences such as the Pope and "Priests, he said, were 'black bugs', 'abortions in black cassocks'". Evans noted that Hitler saw Christianity as "indelibly Jewish in origin and character" and a "prototype of Bolshevism", which "violated the law of natural selection".
    • Richard Overy: The Dictators Hitler's Germany Stalin's Russia; Allen Lane/Penguin; 2004. p 281: "[Hitler's] few private remarks on Christianity betray a profound contempt and indifference".
    • A. N. Wilson; Hitler a Short Biography; Harper Press; 2012, p. 71.: "Much is sometimes made of the Catholic upbringing of Hitler... it was something to which Hitler himself often made allusion, and he was nearly always violently hostile. 'The biretta! The mere sight of these abortions in cassocks makes me wild!'"
    • Laurence Rees; The Dark Charisma of Adolf Hitler; Ebury Press; 2012; p. 135.; "There is no evidence that Hitler himself, in his personal life, ever expressed any individual belief in the basic tenets of the Christian church"
    • Derek Hastings (2010). Catholicism and the Roots of Nazism. Oxford: Oxford University Press, p. 181 : Hastings considers it plausible that Hitler was a Catholic as late as his trial in 1924, but writes that "there is little doubt that Hitler was a staunch opponent of Christianity throughout the duration of the Third Reich."
    • Joseph Goebbels (Fred Taylor Translation); The Goebbels Diaries 1939–41; Hamish Hamilton Ltd; London; 1982; ISBN 0241108934 : In his entry for 29 April 1941, Goebbels noted long discussions about the Vatican and Christianity, and wrote: "The Fuhrer is a fierce opponent of all that humbug".
    • Albert Speer; Inside the Third Reich: Memoirs; Translation by Richard and Clara Winston; Macmillan; New York; 1970; p. 123: "Once I have settled my other problem," [Hitler] occasionally declared, "I'll have my reckoning with the church. I'll have it reeling on the ropes." But Bormann did not want this reckoning postponed ... he would take out a document from his pocket and begin reading passages from a defiant sermon or pastoral letter. Frequently Hitler would become so worked up ... and vowed to punish the offending clergyman eventually ... That he could not immediately retaliate raised him to a white heat ..."
    • Hitler's Table Talk: "The dogma of Christianity gets worn away before the advances of science. Religion will have to make more and more concessions. Gradually the myths crumble. All that's left is to prove that in nature there is no frontier between the organic and the inorganic. When understanding of the universe has become widespread, when the majority of men know that the stars are not sources of light but worlds, perhaps inhabited worlds like ours, then the Christian doctrine will be convicted of absurdity."
  4. "Was Hitler religious? The Nazi leader hated Christianity as well as Judaism". The Washington Post. 2019-04-20. بياځلي په 2022-06-11.
  5. Weikart, Richard (2016). Hitler's Religion: The Twisted Beliefs that Drove the Third Reich. New York: Simon & Schuster. p. unpaginated. ISBN 978-1621575511. It's true that Hitler's public statements opposing atheism should not be given too much weight, since they obviously served Hitler's political purposes to tar political opponents. However, in his private monologues, he likewise rejected atheism, providing further evidence that this was indeed his personal conviction. In July 1941, he told his colleagues that humans do not really know where the laws of nature come from. He continued, "Thus people discovered the wonderful concept of the Almighty, whose rule they venerate. We do not want to train people in atheism." He then maintained that every person has a consciousness of what we call God. This God was apparently not the Christian God preached in the churches, however, since Hitler continued, "In the long run National Socialism and the church cannot continue to exist together." The monologue confirms that Hitler rejected atheism, but it also underscores the vagueness of his conception of God. [...] While confessing faith in an omnipotent being of some sort, however, Hitler denied we could know anything about it. [...] Despite his suggestion that God is inscrutable and unfathomable, Hitler did sometimes claim to know something about the workings of Providence. [...] Perhaps even more significantly, he had complete faith that Providence had chosen him to lead the German people to greatness.
  6. Brendan Simms (2019). Hitler: A Global Biography. Basic Books. pp. 21–. ISBN 978-1541618206.
  7. "Taufregister 03 – 103/03; Braunau am Inn; Oberösterreich: Rk. Diözese Linz; Österreich; Matricula Online". Matricula Online. 1889-04-22. بياځلي په 2021-10-07.
  8. Bullock (1991), p.26
  9. John Toland; Hitler; Wordsworth Editions; 1997 Edn; p. 18
  10. Rissmann, Michael (2001). Hitlers Gott: Vorsehungsglaube und Sendungsbewußtsein des deutschen Diktators. Zürich, München: Pendo, pp. 94–96; ISBN 978-3858424211.
  11. The Oxford Companion to Comparative Politics. Oup USA. 2013. ISBN 978-0199738595.
  12. Atheism?: A Critical Analysis. Wipf and Stock Publishers. 6 May 2019. ISBN 978-1532672668.
  13. Weikart, Richard (22 November 2016). Hitler's Religion: The Twisted Beliefs that Drove the Third Reich. Simon and Schuster. ISBN 978-1621575511.
  14. John Toland, "Adolf Hitler", 1992. p. 507.
  15. Rossol, Nadine; Ziemann, Benjamin (6 January 2022). The Oxford Handbook of the Weimar Republic. Oxford University Press. ISBN 978-0198845775.
  16. Michalczyk, John J.; Bryant, Michael S.; Michalczyk, Susan A. (10 February 2022). Hitler's 'Mein Kampf' and the Holocaust: A Prelude to Genocide. Bloomsbury. ISBN 978-1350185470.
  17. John S. Conway. Review of Steigmann-Gall, Richard, The Holy Reich: Nazi Conceptions of Christianity, 1919–1945. H-German, H-Net Reviews. June, 2003: John S. Conway considered that Steigmann-Gall's analysis differed from earlier interpretations only by "degree and timing", but that if Hitler's early speeches evidenced a sincere appreciation of Christianity, "this Nazi Christianity was eviscerated of all the most essential orthodox dogmas" leaving only "the vaguest impression combined with anti-Jewish prejudice..." which few would recognize as "true Christianity".
  18. Norman H. Baynes, ed. The Speeches of Adolf Hitler, April 1922–August 1939, Vol. 1 of 2, pp. 19–20, Oxford University Press, 1942
  19. Hitler, Adolf (1999). Mein Kampf. Ralph Mannheim, ed., New York: Mariner Books, pp. 65, 119, 152, 161, 214, 375, 383, 403, 436, 562, 565, 622, 632–633.
  20. Twisted Cross: The German Christian Movement in the Third Reich. Univ of North Carolina Press. 9 November 2000. ISBN 978-0807860342.
  21. Hitler's Priests: Catholic Clergy and National Socialism. Cornell University Press. 14 April 2008. ISBN 978-1501757150.
  22. from Norman H. Baynes, ed. (1969). The Speeches of Adolf Hitler: April 1922 – August 1939. 1. New York: Howard Fertig. p. 402.
  23. William L. Shirer; The Rise and Fall of the Third Reich; Secker & Warburg; London; 1990, p. 234.
  24. "Confessing Church" in Dictionary of the Christian Church, F. L. Cross and E. A. Livingston, eds.; William L. Shirer, The Rise and Fall of the Third Reich (New York: Simon and Schuster, 1960), pp. 235 f.
  25. Schramm, Percy Ernst (1978) "The Anatomy of a Dictator" in Hitler: The Man and the Military Leader. Detwiler, Donald S., ed. Malabar, Florida: Robert E. Kreiger Publishing Company. pp. 88–91. کينډۍ:Isbn; originally published as the introduction to Picker, Henry (1963) Hitlers Tischgespräche im Führerhauptquarter ("Hitler's Table Talk")
  26. Wood, Barry (2020). Invented History, Fabricated Power: The Narrative Shaping of Civilization and Culture. London: Anthem Press. p. 342. ISBN 978-1785274763.
  27. Steigmann-Gall 2003، م. 256.
  28. Steigmann-Gall 2003.
  29. Steigmann-Gall 2003، مم. 13–50, 252.
  30. Alan Bullock; Hitler, a Study in Tyranny; Harper Perennial Edition, 1991; p. 219."
  31. Alan Bullock; Hitler: A Study in Tyranny, Harper Perennial Edition 1991, p. 216.
  32. Alan Bullock; Hitler, a Study in Tyranny; Harper Perennial Edition, 1991; p. 219."
  33. Sir Ian Kershaw: Dissecting Hitler; BBC News; 14 June 2002.
  34. Richard J. Evans; The Third Reich at War; Penguin Press; New York 2009, p. 547
  35. Overy, Richard (2004) The Dictators: Hitler's Germany, Stalin's Russia. Allen Lane/Penguin. pp. 281, 287
  36. Richard Overy; The Third Reich, A Chronicle; Quercus; 2010; p. 99
  37. Overy, Richard (2004)The Dictators: Hitler's Germany, Stalin's Russia. Allen Lane/Penguin. pp. 280–281