Jump to content

جان ډي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان ډي
John Dee (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
زېږون نېټه
۱۳ جولای ۱۵۲۷[۳][۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۶ مارچ ۱۶۰۹[۲][۴][۵] — ډيسمبر ۱۶۰۸ (Julian)[۳][۱][۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
Mortlake (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
  لړۍ...
فیلسوفmathematician (en) ژباړلastronomer (en) ژباړلastrologer (en) ژباړلgeographer (en) ژباړلcartographer (en) ژباړلscribe (en) ژباړل[۱۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

جان ډي (13 جولای 1527 – 1608 یا 1609) يو انګلستانی رياضي پوه، ستور پوه، ښونکی، نجومي، غيب ويونکی او کيميا پوه و. نوموړی د اليزابت اول د دربار ستورپوه او سلاکار و، او خپل ډېر وخت يې د کيميا، وړاندوينې او غيبي فلسفې په زده کړه او تېر کړی و. د لرغونو اثارو د يو څېړونکي په توګه، نوموړی په خپل وخت کې د انګلستان د يو له سترو کتابتونونو مالک و.  د سياسي سلاکار په توګه، نوموړي د "برتانوي سترواکۍ" د جوړولو په موخه په «نيو ورډ» (نوې نړۍ) کې د انګلستاني مستعرو د بنسټ اېښودلو پلوي کوله، د "برتانوي سترواکۍ" اصطلاح ايجاړ امتياز نوموړي ته ورکول کېږي.[۱۴][۱۵]

بالاخره «ډي» د اليزابت خدمت خوشې کړ، او د غيب وینې او ماوراء الطبيعيت په ژورو کې د اضافي زده کړې په لټون  ووت. نوموړي د ګڼو داسې افرادو سره خپل ځان برابر کړ، چې ښايي ټګمار او چلبازان وو، په اروپا کې يې سفرونه وکړل، او د انګلستان د تاج او تخت لپاره په جاسوسۍ تورن شو. انګلستان ته په ستنېدو سره، نوموړي وليدل چې کور او کتابتون يې وران ويجاړ شوي دي. بالاخره هغه د ملکې چوپړتيا ته بېرته ستون شو، خو کله چې لومړي جيمز د هغې ځای ناستی شو، نو «ډي» يې رد کړ. نوموړی په لندن کې د بې وزلۍ په حال کې مړ شو، او د هغه قبر نامعلوم دی.[۱۶]

ژوندليک

[سمول]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

«ډی» د لندن په «ټاور وارډ» کې زېږېدلی و، د پلار نوم يې «رولينډ ډي» او له ولزي زوزات څخه و، د مور نوم يې «جوهانا» او د «وليام وايلډ» لور وه. د هغه لقب "ډي" د ويلزي ټکي «ډو» (تور) معنا لري. نېکه يې «بيډو ډو» و، څوک چې د «ويډنورشاير» د «پيلت» د «Nant-y-groes» اوسېدونکی و؛ «جان» له سيمه ييزې ټولنې سره خپله اړيکه ساتلې وه. پلار يې «رولينډ» د اتم هنري د اشرافي دربيانو څخه و. د «ډي» نسب د نهمې پړې د «ګواينيډ» د واکمن «روډري دی ګريټ» ته رسېږي، او په دې ډول يې يوه شجره نسب جوړه کړې. د هغه کورنۍ د «هنري ټيوډر» د تاجپوشۍ سره د هنري اوم پر مهال لندن ته تللې وه.[۱۵][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۱۸][۲۱]

«ډي» له 1535 څخه تر 1542ز کال پورې د «چلمسفورډ چينټري» په ښوونځي (اوس د کنګ ايډوارډ شپږم ګرامر ښوونځي په نوم يادېږي) کې زده کړې وکړې. نوموړی پنځلسم کلن و چې د 1542ز کال د نومبر په مياشت کې يې د کامبريج په جان کالج کې داخله وکړه، په 1545ز يا د 1546ز کال په لومړيو کې يې لسانس سند تر لاسه کړ. د نوموړي وړتياوې ومنل شوې، هغه په 1546ز کال کې د هنري اتم له خوا د کامبريج د ټرينيټي کالج اصلي هکمار وګرځېد. په ټرينيټي کې، د «ارسټوفنيز» ډرامې لپاره چې نوموړي د دريځ کوم ځيرک جلوې چمتو کړې، همدې نوموړي ته د يو جادوګر په توګه تلپاتې شهرت ورکړ. د 1540ز لسيزې په وروستيو او د 1550ز لسيزې په لومړيو کې، نوموړي په اروپا کې سفرونه وکړل، په «لووين» (1548) او «برسلز» کې يې څېړنې وکړې، او د «اقليدس» په اړه يې په پاريس کې درسونه ورکړل. نوموړي د «جيما فيروزيس» تر څارنې لاندې زده کړه وکړه، او له نقشه کښونکو هر يو «جيراډيوس ميرکاټور» او «ابراهام اورټيليوس» سره يې ملګرتيا پيدا شوه. «ډي» همدا راز د دې لويې وچې له نورو رياضي پوهانو سره هم وليدل، کار يې ورسره وکړ، او له هغوی يې زده کړه وکړه، لکه په ايټاليا کې «فيډريکو کمانډينو». نوموړی د رياضي او فکلياتي وسايلو د يوې سترې زېرمې سره انګلستان ته ستون شو. په 1552ز کال کې، نوموړي له «جيرولامو ګارډانو» سره په لندن کې وليدل. له چا سره چې هغه د يو اټکلي دايمي حرکت د ماشين او يو داسې غمي په اړه څېړنه وکړه، کوم چې د جادويي ځانګړتياوو لرونکی بلل کېږي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په  1553ز کال کې نوموړی د «Upton-upon-Severn» رئيس و، «ډي» ته په 1554ز کال کې په اکسفورډ پوهنتون کې د رياضي د تدريس وړانديز وشو، خو نوموړي دا وړانديز رد کړ، د هغه دليل دا و چې په انګلستاني پوهنتونونو کې د فلسفې او ساينس په پرتله (کوم چې ډېر پرمختللی څلورګوني مضامين هر يو رياضي، هندسه، موسيقي او ستورپوهنه دي) پر ويناوالۍ او ګرامر (کوم چې له منطق سره يوځای اکاډميک درې ګوني مضامين جوړ کړی و) توهين کونکی ټينګار کېږي. هغه په لیکلو کې مصروف و، او ښايي چې په دربار کې يې د ښې دندې هيله درلوده. په 1555ز کال کې، «ډي» د خپل پلار په څېر د «مرسرز» د عابدانو له شرکت سره، د دې شرکت د ميراث د خپل ځانګړي سيستم له لارې يوځای شو. [۲۸][۲۹]

همدا کال «ډي» ونيول شو، او په هغه د محاسبې د جرم پر اساس تورن شو، ځکه چې هغه د ملکې ميري او شهزادګۍ اليزابت تالی (بخت) کتلی او اټکل کړی و. د ميري پر ضد د خيانت په تورونو هم تورن شو. «ډي» د پاچا په محکمه کې راڅرګند شو او خپل ځان يې بري کړ، خو د مذهبي ازموينې لپاره کاتولیک پادري «ايډمنډ هونر» ته وسپارل شو. د راز ساتنې لپاره د هغه پیاوړي، او تلپاتې هېلې، دا چارې نورې هم خرابې کړې. دا پېښه د بريدونو او تورونو د يوې لړۍ له امله ډېره هېښونکې وه، کوم تورونه چې د ژوند تر پايه پر «ډي» پورې وو. هغه خپل نوم يو ځل بيا پاک کړ او ډېر ژر د «بونر» نږدې همکار شو.[۲۹][۲۹][۳۰]

«ډي» په 1556ز کال کې ملکه ميري ته پخواني کتابونه، مخطوطې او د تاريخچو د ساتنو او د يو ملي کتابتون د جوړولو يوه ښه طرحه وړاندې کړه، خو ونه منل شوه. د دې پر ځای، هغه په «مورټليک» کې خپله شخصي کتابتون پراخه کړ، له انګلستان او لويې وچې څخه يې کتابونه تر لاسه کړ. د «ډي» کتابتون، چې له پوهنتونونو د باندې د زده کړې يو مرکز و، په انګلستان کې يو ستر مرکز وګرځېد او ډېر پوهان يې ځان ته راجلب کړل.[۲۹]

کله چې په 1558ز کال کې اليزابت پر تخت کېناسته، «ډي» د هغې د علم نجوم او علمي سلاکار شو. هغه د نوموړې د تاج پوشۍ تاريخ وټاکه او ان يو پروټسټانټ شو. له 1550 لسيزې تر 1570ز لسيزې پورې، نوموړی د انګلستان د کشفياتي سفرونو د سلاکار په توګه خدمات وړاندې کړل، چې په سمندري سفرونو کې يې تخنيکي مرستې وړاندې کولې او د برتانوي سترواکۍ د جوړولو لپاره يې سياسي همکاري وکړه، د "برتانوي سترواکي" اصطلاح همدا مهال د نوموړي له خوا په لومړي ځل وکارول شوه. «ډي» د 1574ز کال د اکتوبر په مياشت کې د «برګلي» د لومړي بارون «وليام سيسل» ته د ملاتړ لپاره ليک وليکه. هغه وويل چې هغه په ويلزي مسيرونو کې د خزانې په اړه پټ علم لري، او په «ويګمور» کلا کې اېښودل شويو قيمتي مخطوطاتو څخه خبر دی، ځکه هغه پوهېږي چې د خزانه دارۍ د مسئول نيکونه له همدې سیمې څخه وو.[۲۱][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

په 1564ز کال کې، ډي د «Monas Hieroglyphica» (هيروګليفي موند"الجوهر الفرد") په نوم د غيب وينې اثر وليکه، کوم چې د هغه د خپلې طرحې د يو «ګليف» (رمزي انځور) يوه جامعه صوفيانه تشریح وه، او موخه يې د ټولو مخلوقاتو صوفيانه وحدت څرګندول و. نوموړي د ملاتړ تر لاسه کولو په هڅه کې دا سپېڅلي رومي سترواک «ميکسميليان» دویم ته ډالۍ کړ، «ډي» هڅه وکړه چې دا اثر نوموړي ته د هنګري پر تخت د کېناستو پر مهال وړاندې کړي. دا اثر د «ډي» ډېرو همعصرو له خوا وستايل شو، خو د هغه پړاو د پټو ژبنيو روايتونو د نه شتون له امله اوسمهال هغه نه شي تشريح کېدای.[۳۵]

د «هنري بلنګزلي» د اقليدس د عناصرو د انګليسي ژباړې لپاره، د هغه د 1570ز کال د "رياضي مقدمې" په نورو فنونو او علومو د اغېز په توګه، د رياضي د اهميت دليل وړاندې کوي. دا چې موخه يې له پوهنتونونو څخه دباندې نور مراجعين وو، دا د «ډي» تر ټولو زيات اغېزناک او ډېر تکراري چاپ شوی اثر ثابت شو.

په 1577ز کال کې، «ډي» د «سمندري سفرونو د بشپړ هنر په اړه عمومي او نادر يادښتونه» په نوم اثر خپور کړ، دا اثر د يوې سمندري سترواکۍ په اړه د هغه تصور وړاندې کوي، او په نوې نړۍ کې د انګلستان پر ځکنیو ادعاوو ټينګار کوي. «ډي» له «همفري ګلبرټ» سره بلدتيا درلوده، او د «سر فلپ سډني» او د هغه د حلقې سره په نږدې اړيکه کې و.

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/John-Dee. Retrieved: ۲۰ مې ۲۰۲۱. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ذکر کېدنه: MacTutor History of Mathematics archive.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: Dictionary of Welsh Biography. Dictionary of Welsh Biography ID: s-DEE0-JOH-1527. Retrieved: ۹ جنوري ۲۰۱۹. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱ جولای ۱۹۹۷.
  4. ذکر کېدنه: Complete Dictionary of Scientific Biography. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۸. Publisher: Charles Scribner's Sons.
  5. سرچينې تړی: https://books.google.cat/books?id=c4MTlyKu6aIC&pg=PA271. Page(s): 271.
  6. ذکر کېدنه: The Galileo Project. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  7. ذکر کېدنه: Find a Grave. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  8. سرچينې تړی: https://stmarymortlake.org.uk/the-history-of-st-marys-mortlake/.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Cambridge Alumni Database ID: DY542J.
  10. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  11. ذکر کېدنه: Schoenberg Database of Manuscripts, . اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  12. ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 119854464. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  13. ذکر کېدنه: datos.bne.es. Retrieved: ۲۴ فبروري ۲۰۲۴. National Library of Spain ID: XX984413. اثر ژبه: اسپانيايي ژبه.
  14. Williams 1985، م. 124.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Roberts 2006.
  16. Szönyi 2004a، م. 3.
  17. Carradice 2010.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Jones او Chambers 1959.
  19. کينډۍ:MacTutor
  20. Baskerville 1998، م. 34.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Poole 1996.
  22. Fell Smith 1909، مم. 15-16.
  23. Cardan 2004.
  24. Christie 2013.
  25. Fell Smith 1909، م. 16.
  26. Dee، Kelly او Casaubon 1659، م. 497.
  27. Fell Smith 1909، م. 15.
  28. Roberts 2005.
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ ۲۹٫۲ ۲۹٫۳ Fell Smith 1909.
  30. Lysons 1792.
  31. Szönyi 2004a.
  32. Strype 1824، مم. 558–563.
  33. MacMillan 2001، مم. 1–26.
  34. Szönyi 2004b، م. 246.
  35. Forshaw 2005، مم. 247-269.