Jump to content

تورستین وبلن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تورستین وبلن (زوکړه: د ۱۸۵۷ زکال د جولای ۳۰مه – مړینه: د ۱۹۲۹ زکال د اګست ۳مه) امریکايي اقتصاد پوه او ټولنپوه و چې د خپل ژوند په اوږدو کې د کپیټلېزم یا د سرمایه دارۍ د اقتصادي نظام له مشهورو منتقدینو څخه و.

وبلن په خپل مشهور کتاب، د بېکاره طبقې نظریه (The Theory of the Leisure Class؛ ۱۸۹۹ زکال) کې د ښکاره لګښت او د ښکاره بېکارۍ مفاهیم ابداع کړل. تاریخ پوهان نوموړی د بنسټیز اقتصاد (institutional economics) د مکتب بنسټ اېښودونکی بولي. معاصر اقتصاد پوهان تر اوسه پورې د وبلن له خوا د «بنسټونو» او «ټکنالوژۍ» ترمنځ د بیان شوي توپیر لپاره چې د وبلن دوه ګونی توب یې بولي؛ نظریې وړاندې کوي.

وبلن د متحده ایالاتو د ودې په دوره کې د یو روڼ آندي په توګه د ګټې لپاره د تولید پر مفهوم نیوکې پیل کړې. د ښکاره مصرف اړوند د هغه ټینګار پر هغو اقتصاد پوهانو پام وړ اغېز وکړ چې د فاشېزم، کپیټلېزم او ټکنولوژیکي جبرپالنې اړوند یې غیر مارکسېستي انتقادي نظریات وړاندې کول.

ژوند لیک

[سمول]

لومړنی ژوند او کورنۍ مخینه

[سمول]

وبلن د ۱۸۵۷ زکال د جولای په ۳۰مه نېټه د ویسکانسین په کاټو کې د نارویژي – امریکايي کډوالو توماس وبلن او کاري بونډي په کورنۍ کې وزیږېد. نوموړی د دغې کورنۍ له ۱۲ ماشومانو څخه شپږم و. [۱]

د هغه والدینو د ۱۸۴۷ زکال د سپټمبر په ۱۶مه چې چندان پانګه یې هم نه لرله او په انګریزي ژبه هم نه پوهېدل د ناروې څخه د ویسکانسین میلواکي ته کډه شول. د کډوالو په توګه د ژوندانه محدودو شرایطو ته د لاسرسي سربېره د نجارۍ او ودانیزو چارو په برخه کې د توماس وبلن پوهه او همدارنګه د هغه د مېرمنې ملاتړ لامل وګرځېدل څو دوی د مینه سوتا په رایس ښارګوټي په کرهڼیزو ځمکو کې ځانته کور او کرونده جوړه کړي، له همدې امله دوی په ۱۸۶۴ زکال کې هلته کډه شول. [۲][۳]

وبلن د پنځه کلنۍ په عمر ښوونځي ته ولاړ. په داسې حال کې چې لومړنۍ ژبه یې نارویژي وه، خو انګریزي یې له خپلو ګاونډیانو او همدارنګه په ښوونځي کې زده کړه. والدینو یې هم په روانه بڼه انګلیسي ویلی شوای، خو دوی بیا تر ډېره پورې په کور کې د نارویژي ادبیاتو لوستنې ته دوام ورکړ. د دوی کروندې بالاخره وده وکړه او ګټه یې زیاته شوه، همدا و چې د وبلن والدینو وکولای شول خپلو ماشومانو ته رسمي زده کړې ورکړي. وبلن او خویندې وروڼه یې د هغه مهال د ډېری کډوالو ماشومانو پر خلاف چې ښوونځیو ته یې د تګ وس نه درلود، ټیټې سویې لرونکو ښوونځیو ته ولاړل او له کارلیټون کالج فارغ شول. د وبلن خور، امیلي، په دې شهرت درلود چې دا د نارویژي کډوالو څخه لومړنۍ نجلۍ وه چې له یو امریکايي کالج فارغه شوې. د وبلن تر ټولو مشر زوی اندرو وبلن د آیووا په ایالتي پوهنتون کې د فیزیک ښوونکی او د امریکا په پرینسټون پوهنتون کې د مخکښ ریاضي پوه اوسوالډ وبلن پلار و. [۴][۵]

یو شمېر مبصرین د وبلن قومي – نارویژي مخینه او په مینه سوتا کې «له امریکايي ټولنې څخه نسبي لرې والی» د هغه د لیکنو په درک کې مهم موارد بولي. د هاروارډ پوهنتون څخه ټولنپوه ډېوېډ رایزمن څرګندوي چې د کډوال ماشوم په توګه د وبلن مخینه په دې معنی ده چې وبلن د خپلو والدینو له اصلي کلتور څخه پردی شوی، خو «په امریکا کې دننه په یوه نارویژي ټولنه کې ژوند» هغه ته دا زمینه برابره نه کړه چې وکولای شي «د امریکا پالنې له موجودو ډولونو سره ځان همغږی کړي». د سټنفورډ پوهنتون د تاریخ لیکونکي جورج. ام فریدریکسون په خبره (۱۹۵۹ زکال)، په مینه سوتا کې هغه نارویژي ټولنه چې وبلن په کې ژوند وکړ تر دې کچې «منزوي» وه چې کله له دغې ټولنې ووت په دې معنا و چې هغه اوس امریکا ته کډوال کېږي. [۶][۷]

زده کړې

[سمول]

وبلن د ۱۷ کلنۍ په عمر د مینه سوتا په نورتفیلډ برخه کې کارلټون کالج ته د زده کړو په موخه ولاړ. هغه د خپلو زده کړو په لومړیو کې د تریختوب او همدارنګه د شوخ طبعۍ هغه حس له ځانه څرګند کړ چې بیا وروسته د نوموړي د اثارو یو له ځانګړنو بلل کېږي. وبلن د ځوان لارښود جان بیټس کلارک (۱۸۴۷ – ۱۹۳۸ زکال) تر نظر لاندې اقتصاد او فلسفه ولوسته چې نوموړی بیا د نیوکلاسیک اقتصادونو یو له مخکښانو څخه و. کلارک پر وبلن ځانګړی اغېز درلود او هغه مهال یې چې نوموړی د اقتصاد په برخه کې رسمي څېړنو ته راوباله، د فرضي اقتصاد په ماهیت او محدودیتونو باندې وپوهېد چې د هغه د نظریاتو د شکل په جوړېدو کې یې ځانګړی ځایګی درلود. له دې وروسته وبلن له ټولنیزو علومو سره لېوالتیا ومونده او د فلسفې، طبیعي تاریخ او کلاسیکې ژب پوهنې په برخو کې یې زده کړې وکړې. د فلسفې په اډانه کې د هربرت سپنسر (۱۸۲۰ – ۱۹۰۳ زکال) اثارو پر هغه ډېر اغېز وکړ او د ده ټولنیزو – اقتصادي افکارو ته یې الهام وبخښه. بل پلو د طبیعي فلسفې او کلاسیکې ژب پوهنې په برخو کې د نوموړي مطالعات په نوبت سره د علومو له بېلابېلو څانګو او ژبو څخه د هغه د ګټنې لامل وګرځېدل. [۸][۹]

د ۱۸۸۰ زکال پر مهال له کارلټون څخه له فراغت وروسته نوموړي ختیځ لور ته سفر وکړ څو د جان هاپکېنز په پوهنتون کې فلسفه ولولي. ده په جان هاپکېنز پوهنتون کې د چارلز سنډرز پیرس (۱۸۳۹ – ۱۹۱۴ زکال) تر نظر لاندې زده کړې وکړې. له دې امله چې وه یې نشو کولای د خپلو زده کړو لپاره بورس ومومي، د یل پوهنتون ته ولاړ او هلته یې د خپلو څېړنو لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کړ. همدا و چې په ۱۸۸۴ زکال کې یې تر ډېره د فلسفې او په لږ کچه هم د ټولنیزو مطالعاتو په برخه کې د فلسفې له څانګې څخه د دوکتورا سند واخیست. د دوکتورا پای لیک یې هم د «جزایي دوکتورینو د اخلاقي بنسټ» تر عنوان لاندې و. نوموړي په یل پوهنتون کې د فیلسوف نوح پورټر (۱۸۱۱ – ۱۸۹۲ زکال) او ټولنپوه ویلیام ګراهام سامنر (۱۸۴۰ – ۱۹۱۰ زکال) تر نظر لاندې زده کړې وکړې. [۱۰][۱۱]

واده

[سمول]

د وبلن اصلي اړیکه له خپلو دوه مېرمنو سره وه. د هغه له شهرت سره داسې کم شواهد شتون لري چې وښيي وبلن دې له نورو ښځو سره جنسي اړیکې لرلې وي.[۱۲]

وبلن په کارلټون کالج کې د زده کړو پر مهال له خپلې لومړنۍ مېرمنې، الن رولف سره ولیدل چې د دغه کالج د مشر ورېره وه. دوی دواړو په ۱۸۸۸ زکال کې واده وکړ. په داسې حال کې چې یو شمېر څېړونکي په ۱۹۱۱ زکال کې د دوی د طلاق ریښه ښځینه تمایلاتو ته اړونده بولي، خو یو شمېر نور بیا اټکل کوي چې دوی دواړه له دې امله سره جلا شول چې الن نه شوی کولای ماشوم وزیږوي. په ۱۹۲۶ زکال کې د نوموړې له مړینې وروسته څرګنده شوه چې هغې خپل پخواني مېړه وبلن ته د مړینې وروسته د ځان د سپړنې غوښتنه لیږلې وه. دغې چارې وښووله چې د آلن جنسي اندامونو په طبیعي ډول وده نه وه کړې او له امله یې هغې نشو کولای ماشوم وزیږوي. په هغه کتاب کې چې د وبلن لور بللې (دختر خوانده) لیکلی څرګنده شوې چې «د هغې دغه بې علاقه توب له تورستین سره د نوموړې د یوې عادي اړیکې لامل ګرځېدلی و او تر ډېره یې له خپل مېړه سره د یوې خور هغه هم د یوې مهربانې خور په څېر چلن کاوه، نه دا چې د هغه مېرمنه دې وي». [۱۳][۱۴]

وبلن په ۱۹۱۴ زکال کې له خپلې پخوانۍ زده کوونکې آن برډي بیوانز سره واده وکړ او د هغې د دوه ماشومنو بېکي او آن پلار بللی (پدر خوانده) شو. په ډېری مواردو کې داسې ښکاري چې هغوی ډیر خوشاله ژوند درلود. آن خپله مور د ښځو د رایو حق غوښتونکې، سوسیالېسته او د کارګري حقونو او اتحادیو پیاوړې مدافعه بللې ده. له آن سره له واده یو کال وروسته دوی د یو ماشوم په تمه و، خو د ښځې امیدواري یې د جنین په سقط پای ته ورسېده. له همدې امله وبلن هېڅکله خپل اولاد نه درلود. [۱۵]

وروسته ژوند

[سمول]

په ۱۹۲۰ زکال کې یې د مېرمنې له ناڅاپي مړینې وروسته وبلن د هغې د ماشومانو په لویولو تمرکز وکړ. هغه مهال چې اوبلن کالیفورنیا ته کډه شو، بېکي ورسره ولاړه او د ۱۹۲۹ زکال په اګست میاشت کې یې د مړینې تر مهاله ورسره پاتې شوه. وبلن له نیوسکول څېړنیز پوهنتون څخه ښه امتیازات ترلاسه کول او له دې امله چې د سپما پر مټ یې ژوند کاوه، په خپلو پیسو باندې یې د کالیفورنیا د انګورو په باغونو او د ونډو په بازار کې پانګونه وکړه. د کالیفورنیا شمال ته له کډې کولو وروسته یې له بده مرغه خپله شتمني له لاسه ورکړه او د مېنلو پارک د سنډ هېل واټ په یوه زاړه کور کې یې ژوند پیل کړ چې یو مهال د هغه لومړنۍ مېرمنې ته اړوند و. نوموړي په ۱۹۲۹ زکال کې د مړینې تر مهاله په دغه کور کې ژوند وکړ او په کال کې یې د ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ ډالرو امتیازي حق او همدارنګه ۵۰۰ هغو ډالرو پر مټ ژوند تېراوه چې په شیکاګو کې یې یو پخواني زده کوونکي ورته لېږل. [۱۵][۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil)..
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil)..
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Dobriansky 1957، مم. 6–9.
  6. Fredrickson 1959.
  7. Riesman 1953، م. 206.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Ritzer 2011، م. 197.
  9. Ritzer 2011، مم. 196–197.
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Tilman 1996، م. 12.
  12. Jorgensen او Jorgensen 1999.
  13. Tilman 1996، مم. 12–14.
  14. Dobriansky 1957، م. 12.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Tilman 1996، مم. 14–15.