پاراګوای
په نوم د | |
---|---|
پلازمېنه | |
ترټولو لوړه څوکه |
عمومي مالومات | |
---|---|
وګړو شمېر | لړۍ...
۶٬۸۱۱٬۲۹۷[۲] — ۶٬۶۷۲٬۶۳۳[۳] — ۱٬۹۰۷٬۰۴۱[۴] — ۱٬۹۵۸٬۰۴۷[۴] — ۲٬۰۱۰٬۶۲۶[۴] — ۲٬۰۶۴٬۸۰۲[۴] — ۲٬۱۲۰٬۶۰۱[۴] — ۲٬۱۷۸٬۰۰۳[۴] — ۲٬۲۳۷٬۱۹۰[۴] — ۲٬۲۹۸٬۰۸۳[۴] — ۲٬۳۶۰٬۱۰۸[۴] — ۲٬۴۲۲٬۴۸۵[۴] — ۲٬۴۸۴٬۷۳۶[۴] — ۲٬۵۴۶٬۷۲۹[۴] — ۲٬۶۰۸٬۸۸۷[۴] — ۲٬۶۷۱٬۹۹۷[۴] — ۲٬۷۳۷٬۱۵۲[۴] — ۲٬۸۰۵٬۲۳۲[۴] — ۲٬۸۷۶٬۳۵۲[۴] — ۲٬۹۵۰٬۵۵۲[۴] — ۳٬۰۲۸٬۵۴۲[۴] — ۳٬۱۱۱٬۱۴۰[۴] — ۳٬۱۹۸٬۸۴۸[۴] — ۳٬۲۹۱٬۹۵۵[۴] — ۳٬۳۹۰٬۱۰۱[۴] — ۳٬۴۹۲٬۲۹۵[۴] — ۳٬۵۹۷٬۱۳۵[۴] — ۳٬۷۰۳٬۵۱۲[۴] — ۳٬۸۱۱٬۰۴۲[۴] — ۳٬۹۱۹٬۷۰۸[۴] — ۴٬۰۲۹٬۲۰۳[۴] — ۴٬۱۳۹٬۲۸۶[۴] — ۴٬۲۴۹٬۷۴۷[۴] — ۴٬۳۶۰٬۳۵۸[۴] — ۴٬۴۷۰٬۹۳۴[۴] — ۴٬۵۸۱٬۳۹۰[۴] — ۴٬۶۹۱٬۶۹۵[۴] — ۴٬۸۰۱٬۸۳۴[۴] — ۴٬۹۱۱٬۷۰۱[۴] — ۵٬۰۲۱٬۲۷۱[۴] — ۵٬۱۳۰٬۷۲۳[۴] — ۵٬۲۴۰٬۳۲۱[۴] — ۵٬۳۵۰٬۲۵۳[۴] — ۵٬۴۶۰٬۶۲۱[۴] — ۵٬۵۷۱٬۳۷۱[۴] — ۵٬۶۸۲٬۳۵۰[۴] — ۵٬۷۹۳٬۳۳۰[۴] — ۵٬۹۰۴٬۱۷۰[۴] — ۶٬۰۱۴٬۷۸۱[۴] — ۶٬۱۲۵٬۲۸۵[۴] — ۶٬۲۳۶٬۰۰۵[۴] — ۶٬۳۴۷٬۳۸۳[۴] — ۶٬۴۵۹٬۷۲۱[۴] — ۶٬۵۷۳٬۰۹۷[۴] — ۶٬۶۸۷٬۳۶۱[۴] — ۶٬۸۰۲٬۲۹۵[۴] |
پکي شاملې اداري سیمې | لړۍ...
Alto Paraguay (en) — Alto Paraná Department (en) — Amambay Department (en) — Capital District (en) — Boquerón Department (en) — Caaguazú Department (en) — Caazapá Department (en) — Canindeyú (en) — Central Department (en) — Concepción Department (en) — Cordillera Department (en) — Guairá Department (en) — Itapúa (en) — Misiones Department (en) — Ñeembucú Department (en) — Paraguarí Department (en) — Presidente Hayes (en) — San Pedro Department (en) |
رسمي ژبه | |
ځايي ژبې | لړۍ...
اسپانيايي ژبه — Paraguayan Guaraní (en) — Aché (en) — Chamacoco (en) — Ava Guarani (en) — Paraguayan Sign Language (en) — Joseph Mfonyam (en) — Pai Tavytera (en) — Sanapaná (en) — Kaskihá (en) — Maskoy (en) — Toba Qom (en) — Mbyá Guaraní (en) — Nivaclé (en) — Maká (en) — Enlhet (en) — Enxet (en) — Angaité (en) — Ayoreo (en) — Guarani (en) — Tapieté (en) |
د حکومت مشر | |
وګړنوم | لړۍ...
Paraguayan — paraguayi — Paraguayano — Paragvänan — باراغواياني — باراغوايانية — باراغوايانيون — פרגוואי — פרגוואית — paraguayeni — paraguayan — paraguayană — প্যারাগুয়ীয় — paraguaiano — paraguaiana — paraguaiani — paraguaiane — paraguaia — paraguayu[۶] — paraguaya[۷] — Paraguayen[۱] — Paraguayenne[۱] — Paraguayaner — Paraguayanerin — paraguajana — paraguajane — paraguajani — paraguajan — paraguaja — paraguaje — paraguaji — paraguajo — پاراڭواياني — پاراڭوايانية — پاراڭوايانيين — پاراڭوايانيات — Paraguach[۸] |
غړی د | لړۍ...
ملگري ملتونه (۱۹۴۵ – ) Union of South American Nations (en) Mercosur (en) د سوداګرۍ نړيوال سازمان د بيارغونې او پراختيا نړيوال بانک (۱۹۴۵ – ) نړيواله پرمختياېې ټولنه (۱۹۶۱ – ) نړيواله مالي مؤسسه (۱۹۵۶ – ) د پانګونې څواړخيز تضمين نړيوال اژانس (۱۹۹۲ – ) International Centre for Settlement of Investment Disputes (en) (۱۹۸۳ – ) په لاتينه امريکا او کارابين کې د اتومي وسلو د مخنيوي سازمان Andean Community (en) نړيوال پوليس[۹][۱۰] (۱۹۷۷ – ) کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان[۱۱][۱۲] (۱۹۹۷ – ) يونيسکو[۱۳] (۱۹۵۵ – ) Group on Earth Observations (en) پوست نړيواله ټولنه[۱۴][۱۵] (۱۸۸۱ – ) مخابراتو نړيواله ټولنه[۱۶] (۱۹۲۷ – ) د امریکایي هېوادونو سازمان (۱۹۴۸ – ) هواپېژندنې نړيوال سازمان[۱۷] (۱۹۵۰ – ) د روغتيا نړيوال سازمان[۱۸] ګومرک نړيوال سازمان[۱۹] (۱۹۶۹ – ) |
هېواد |
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
کورډينېشن |
پاراګوای (/ˈpærəɡwaɪ/؛ هسپانوي تلفظ: [paɾaˈɣwaj] (واورئ ))، په رسمي توګه د پاراګوای جمهوریت (هسپانوي: República del Paraguay؛ ګواراني: Tetã Paraguái)، په جنوبي امریکا کې یو هېواد دی. نوموړی هېواد په سویل او سویل لویدیځ کې د ارجنټاین سره، په ختیځ او شمال ختیځ کې برازیل او په شمال لویدیځ کې له بولیویا سره ګډه پوله لري. نفوس یې 7 ملیونه کسه دی، چې نږدې 3 میلیونه یې په پلازمېنه او لوی ښار اسونسیون او شاوخوا لویو ښاري سیمو کې ژوند کوي. په داسې حال کې چې په جنوبي امریکا کې په وچه کې له چاپېرو شوو یوازې دوو هېوادونو څخه یو پاراګوای دی (بل بولیویا دی)، دا هېواد د پاراګوای او پرانا سیندونو بندرونه لري چې د پاراګوای - پرانا د اوبو له لارې اتلانتیک بحر ته د وتلو لاره ورکوي. [۲۲]
په ۱۵۲۴ز کال کې هسپانوي فتحه کوونکي راغلل او په ۱۵۳۷ز کال کې یې د اسونسیون ښار جوړ کړ، چې د ریو دی لا پلاتا د والي لومړۍ پلازمېنه وه. د 17مې پیړۍ په بهیر کې، پاراګوای د تبشیر(عیسویت ته د رابللو) د هلو ځلو مرکز ؤ، چیرته چې د ګواراني اصلي خلک عیسویت ته اړول شوي او اروپایي کلتور ته معرفي شوي. په 1767م کې د هسپانوي سیمو څخه د عیسویت د مبلغینو له شړلو وروسته، پاراګوای په زیاتیدونکي ډول د لږ شمېر ښاري مرکزونو او اوسېدونوکو په درلودو سره په پراخه کچه یوه حاشیوي کالوني شوه. د 19مې پیړۍ په لومړیو کې د هسپانیا څخه له خپلواکۍ وروسته، پاراګوای د یو شمیر استبدادي حکومتونو له خوا اداره کیده چې د ملتپالو، انزوا پالو او محافظه کارو ځانګړتیاوو درلودونکي وو. دا دوره د پاراګوای د ویجاړوونکې جګړې (1864-70 ز کلونه) سره پای ته ورسیده، چې په ترڅ کې یې هېواد خپل نیمایي نفوس له لاسه ورکړ او شاوخوا 25-33٪ ځمکه یې د ارجنټاین، برازیل او یوروګوای درۍ اړخیز اتحاد ته له لاسه ورکړه. په شلمه پیړۍ کې، پاراګوای د یوې بلې لویې نړیوالې شخړې سره مخامخ شو - د چاکو جګړه (1932-35 ز کلونه) د بولیویا په وړاندې – چې دا هېواد پکې بریالی شو. وروسته بیا، هېواد د نظامي دیکتاتورانو د سلسلې تر واک لاندې راغی، چې وروستی یې د الفریډو سټراسنر 35 کلن رژیم ؤ، کوم چې په 1989ز کال کې د داخلي پوځي کودتا په واسطه د هغه تر نسکوریدو پورې دوام وکړ. په دې سره د پاراګوای ډیموکراتیک دور پیل شو، چې تر نن ورځې پورې دوام لري.[۲۳][۲۴]
پاراګوای یو پرمختللی هېواد دی. دا هېواد د مرکوسور، ملګرو ملتونو، د امریکایي ایالتونو سازمان، د ناپییلي غورځنګ او لیما ګروپ بنسټ ایښودونکی غړی دی. سربیره پردې، په لوی اسونسیون کې د لوک ښار، د سویلي امریکا د فوټبال کنفدراسیون د سرپرستۍ امتیاز لري.[۲۵]
د پاراګوای د اوو میلیونو وګړو نفوس څخه زیاتره یې میستیزو دي، او د ګواراني کلتور په پراخه کچه نفوذ لري؛ له 90٪ څخه ډېر نفوس د هسپانوي تر څنګ د ګواراني ژبې په مختلفو ژبو خبرې کوي. د بې وزلۍ او سیاسي دېکتاتوري تاریخ سره سره، د 2017 ز کال د یوې مثبې تجربې شاخص کې د نړۍ د رایې ورکولو معلوماتو پربنسټ، پاراګوای د "نړۍ ترټولو خوشحاله ځای" په توګه درجه بندي شوی. [۲۶][۲۷]
رېښه
[سمول]د ګواراني پاراګوا څخه "د وزرو تاج" او y "اوبه" په دې توګه پاراګوا "د اوبو د وزرو تاج".[۲۸]
تاریخ
[سمول]له کُلمب څخه مخکې دوره
[سمول]اصلي ګواراني وګړو د هسپانويانو له رارسیدو دمخه لږترلږه د یوې زریزې لپاره په ختیځ پاراګوای کې ژوند کاوه. لویدیځ پاراګوای ، ګران چاکو ، د کوچیانو له خوا مېشته ؤ چې د ګوایکورو خلک یې خورا مشهور وو. د پاراګوای سیند تقریباً په ختیځ کې د بزګرو ګواراني خلکو او لویدیځ ته په ګران چاکو کې د کوچیانو او نیمه کوچیانو ترمنځ د ویشلو کرښه وه. د ګورکورو کوچیان د د دوی د جنګي دودونو لپاره پیژندل شوي او د 19مې پیړۍ تر وروستیو پورې په بشپړ ډول نه دي آرام شوي. دغه اصلي قومونه د پنځو جلا ژبو کورنیو سره تړاو لري، کومې چې د دوی د لویو وېشونو بنسټونه وو. د مختلفو ژبو ویونکو ګروپونو عموماً د سرچینو او سیمو په اړه سیالي کوله. دوی د دې کورنیو په څانګو کې د ژبو په بنیاد، په نورو ډېرو توکمونو ویشل شوي. اوسمهال يې 17 جلا توکمیز ګروپونه پاتې دي.
استعمار
[سمول]په 1516ز کال کې هسپانوي څېړونکي په سیمه کې لومړني اروپایان وو. هسپانوي څېړونکي خوان دي سالزار دي ایسپینوسا د 1537ز کال د اګست په 15مه د اسونسیون ښارګوټی تاسیس کړ. دا ښار په پای کې د پاراګوای د هسپانوي استعماري ولایت مرکز شو.[۲۹]
په اتلسمه پیړۍ کې د جنوبي امریکا په دې برخه کې د یو خپلواکه عیسوي هندي ملت د رامنځته کولو هڅه د تبشیر ماموریتونه او مېشت ځایونو جوړول وو. دوی د تبشیر په ماموریتونو کې ډېر تخفیفونه او ښېګڼې راوستې تر څو عیسویت ته د ګواراني نفوس را اړولو په څنګ کې هغوی ته په هسپانیوي ماموریتونو کې ونډه ورکړي او دوی د هسپانوي مېشت کونکو، پرتګالي غلام تښتووونکو، او باندیرانتس چپاولګرو له خوا د مجازی غلامۍ څخه خوندي کړي. په پاراګوای کې کاتولیک مذهب د هغه ځای د اصلي وګړو له خوا اغیزمن شوی ؤ. د تلفیق مذهب(syncretic ) ځایي عناصر جذب کړي وو. په ختیځ پاراګوای کې عیسویت د پیروانو کمښت شاوخوا 150 کاله تر هغه پورې لوړېدل، تر څو چې په 1767 ز کال کې د هسپانوي ولیعهد له خوا د عیسویت مبلغین وشړل شول. په اتلسمه پېړۍ کې عیسویت ته د دعوت د دوو ماموریتونو(Jesuit Missions of La Santísima Trinidad de Paraná and Jesús de) پاتې نښې د یونسکو له خوا د نړۍ د میراثي ساحو په توګه پېژندل کېږي. [۳۰]
په لویدیځ پاراګوای کې، هسپانوي مېشت ځایونو او عیسویت له دعوت سره د 16 پیړۍ راهیسې د ګوایکورو کوچیانو او نورو کوچیانو له خوا په کلکه مقاومت کېدو. زیاتره دا خلک په 18مو او 19مو پیړیو کې د میستیزو نفوس ته جذب شوي.
خپلواکي او د فرانسیا واکمني
[سمول]پاراګوای د 1811 ز کال د مې په 14مه نېټه هسپانوي محلي اداره رانسکوره کړه. د پاراګوای لومړنی دیکتاتور جوس ګاسپر روډریګېز دي-فرانسیا ؤ چې له 1814 ز کال څخه تر 1840 ز کال پورې تر خپلې مړینې پورې یې له بهر څخه په ډېر لږ نفوذ او اړیکه د پاراګوای واکمني کوله. هغه د فرانسوي تیورېست (theorist ) ژان ژاک روسو د ټولنیز تړون پر بنسټ د یوټوپیان(فاضلې) ټولنې د جوړولو اراده درلوده. روډریګز دی فرانسیا ته د ال سپریمو لقب ورکړل شوی ؤ.[۳۱]
روډریګیز دی فرانسیا نوي قوانین رامنځته کړل چې د کاتولیک کلیسا واکونه یې خورا کم کړل (کاتولیک مذهب هغه مهال یو رسمي دولتي مذهب ؤ) او کابینې، استعماري اتباع له یو بل سره واده کولو څخه منع کړل او دوی ته یې اجازه ورکړه چې یوازې له تورپوستو، ملاټ(دوه رګه) او یا اصلي خلکو سره واده وکړي تر څو د استعمار د وخت د اشرافو ځواک مات کړي او د مخلتط نسل یا میستیزو ټولنه رامنځته شي. هغه د پاراګوای او نورې سویلي امریکا ترمنځ اړیکې پرې کړې. د فرانسیا د آزادۍ د محدودیتونو له امله، فولګینسیو یګروس او د خپلواکۍ دورې یو شمیر نورو مشرانو په 1820م کې د فرانسیا پر وړاندې د کودتا پلان جوړ کړ، البته هغه دا دسيسه کشف کړه او مشران یې یا په اعدام یا په عمري بند محکوم کړل. [۳۲][۳۳]
د لوپِېز کورنۍ واکمني
[سمول]په 1840ز کال کې د فرانسیا له مړینې وروسته، پاراګوای تر یوې نوې جنتا(حکومتي شوری) لاندې د مختلفو پوځي افسرانو لخوا اداره کېدو ، تر هغه چې کارلوس انتونیو لوپېز (د ادعاوو له مخې د فرانسیا وراره) په 1841 ز کال کې واک ته ورسید. لوپیز پاراګوای عصري کړ او بهرنۍ سوداګري یې پرانیسته. هغه له ارجنټاین سره د نه تیري تړون لاسلیک کړ او په رسمي ډول یې په 1842ز کال کې د پاراګوای خپلواکي اعلان کړه. په 1862 ز کال کې د لوپېز له مړینې وروسته واک د هغه مشر زوی فرانسېسکو سولانو لوپِز ته وسپارل شو.
د لوپِز کورنۍ رژیم په تولید او وېش کې د پراخ او سخت مرکزیت په حیث ځانګړې شوې وه. د عامه او خصوصي برخو تر منځ هیڅ توپیر نه ؤ او د لوپز کورنۍ په هېواد کې داسې یوه واکمني کوله، لکه چې دا هېواد یې یو لوی ملکیت وي. [۳۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ سرچينې تړی: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
- ↑ "World Bank Open Data". نړیوال بانک. بياځلي په ۸ اپرېل ۲۰۱۹.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ سرچينې تړی: http://www.dgeec.gov.py/sub_index/Pobreza/Proyeccion%20Densidad%20Tasa%202012.pdf.
- ↑ ۴٫۰۰ ۴٫۰۱ ۴٫۰۲ ۴٫۰۳ ۴٫۰۴ ۴٫۰۵ ۴٫۰۶ ۴٫۰۷ ۴٫۰۸ ۴٫۰۹ ۴٫۱۰ ۴٫۱۱ ۴٫۱۲ ۴٫۱۳ ۴٫۱۴ ۴٫۱۵ ۴٫۱۶ ۴٫۱۷ ۴٫۱۸ ۴٫۱۹ ۴٫۲۰ ۴٫۲۱ ۴٫۲۲ ۴٫۲۳ ۴٫۲۴ ۴٫۲۵ ۴٫۲۶ ۴٫۲۷ ۴٫۲۸ ۴٫۲۹ ۴٫۳۰ ۴٫۳۱ ۴٫۳۲ ۴٫۳۳ ۴٫۳۴ ۴٫۳۵ ۴٫۳۶ ۴٫۳۷ ۴٫۳۸ ۴٫۳۹ ۴٫۴۰ ۴٫۴۱ ۴٫۴۲ ۴٫۴۳ ۴٫۴۴ ۴٫۴۵ ۴٫۴۶ ۴٫۴۷ ۴٫۴۸ ۴٫۴۹ ۴٫۵۰ ۴٫۵۱ ۴٫۵۲ ۴٫۵۳ ذکر کېدنه: World Bank Open Data. Publisher: نړیوال بانک.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ذکر کېدنه: Constitution o Paraguay. Section, verse, paragraph, or clause: 140.
- ↑ Applies to part: masculine singular.
- ↑ Applies to part: feminine singular.
- ↑ ذکر کېدنه: The National Terminology Database for Irish. اثر ژبه: ايرلينډي ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.interpol.int/Member-countries/World. Publisher: نړيوال پوليس. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.interpol.int/Who-we-are/Member-countries/Americas/PARAGUAY. Retrieved: ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.opcw.org/about-opcw/member-states/. Publisher: کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.opcw.org/about-us/member-states/paraguay. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.unesco.org/eri/cp/ListeMS_Indicators.asp.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.upu.int/en/the-upu/member-countries.html. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.upu.int/en/Universal-Postal-Union/About-UPU/Member-Countries?csid=-1&cid=233. Retrieved: ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.itu.int/online/mm/scripts/gensel8. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
- ↑ سرچينې تړی: https://public.wmo.int/en/members/paraguay. Retrieved: ۲۶ مې ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.who.int/choice/demography/by_country/en/. Retrieved: ۲۱ جولای ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.wcoomd.org/-/media/wco/public/global/pdf/about-us/wco-members/list-of-members-with-membership-date.pdf. Retrieved: ۱۶ مارچ ۲۰۲۴. Page(s): 3. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.workwithdata.com/place/paraguay. Retrieved: ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۴.
- ↑ Retrieved: ۲۶ جنوري ۲۰۱۹.
- ↑ "Paraná-Paraguay Waterway" (PDF) (in هسپانوي). خوندي شوی له the original (PDF) on 27 March 2019. بياځلي په 20 October 2015.
- ↑ Caraman, Philip (1976): "The lost paradise: the Jesuit Republic in South America", New York: Seabury Press.
- ↑ "Paraguay: cómo Asunción se convirtió en 'madre' de más de 70 ciudades de Sudamérica hace 480 años". BBC News Mundo. BBC. خوندي شوی له the original on 18 September 2018.
- ↑ "World Economic Outlook Database, April 2019". IMF.org. International Monetary Fund. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 October 2020. بياځلي په 29 September 2019.
- ↑ "World's Happiest Country? Would You Believe Paraguay?". NBC News. 21 May 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 September 2018. بياځلي په 19 September 2018.
- ↑ "Global Misery Worst Since Records Began, Poll Finds". Newsweek. 14 September 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 September 2018. بياځلي په 19 September 2018.
- ↑ Antonio Ruiz de Montoya (1876), "Paraguá", Vocabulario y tesoro de la lengua Guarani (ó mas bien Tupi), vol. 2, p. 263
- ↑ Sacks, Richard S. "Early explorers and conquistadors". In Hanratty & Meditz.
- ↑ [[[:کينډۍ:Wdl]] "Paraguariae Provinciae Soc. Jesu cum Adiacentibg. Novissima Descriptio"] [A Current Description of the Province of the Society of Jesus in Paraguay with Neighboring Areas]. World Digital Library (in لاتیني). 1732.
{{cite web}}
: Check|url=
value (help) - ↑ War of The Triple Alliance Archived 7 August 2014 at the Wayback Machine., War of the Pacific. Retrieved 14 November 2010
- ↑ Romero, Simon. "In Paraguay, Indigenous Language With Unique Staying Power". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 September 2015. بياځلي په 5 October 2015.
- ↑ "Paraguay - Colonial period". Encyclopedia Britannica. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 December 2020. بياځلي په 5 January 2021.
- ↑ "Carlos Antonio López" Archived 16 August 2017 at the Wayback Machine., Library of Congress Country Studies, December 1988. URL accessed 30 December 2005.
- Pages using the JsonConfig extension
- CS1 errors: dates
- CS1 هسپانوي-language sources (es)
- CS1 errors: URL
- CS1 لاتیني-language sources (la)
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P36 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P610 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1082 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P150 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1313 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1549 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- نخشه لرونکي مخونه