کيپ ورډ

خپلواک دولت چې د افریقا په لویدیځ ساحل کې لس ټاپوګان لري
  

کیپ ورډ په پرتګالي República de Cabo Verde) په انګلیسي Cape Verde) رسمي نوم د کیپ ورډ ولسمشریزه د لس اورشیندو ټاپوګانو جوړ هیواد په آرام سمندر کې موقیعت لري. یاده سیمه د افریقا لویدیځ لورته په ۵۷۰ کیلومتری کې پرته ده چې ۴۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لرې. پلازمینه د پرایا ښار رسمی ژبه پرتګالي او د وګړو شمیر یې ۰۰'۵۰۳ تنه دي، نوموړی هیواد ۵ د جون ۱۹۷۵م کال له پرتګال نه خپله خپلواکی ترلاسه کړی.

کيپ ورډ
کيپ ورډ
کيپ ورډ
بیرغ
کيپ ورډ
کيپ ورډ
نښان

Location of  کيپ ورډ  () – in افریقا  (اسماني & خاورین) – in افریقا  (اسماني)
Location of  کيپ ورډ  ()

– in افریقا  (اسماني & خاورین)
– in افریقا  (اسماني)

Location of  کيپ ورډ  ()

– in افریقا  (اسماني & خاورین)
– in افریقا  (اسماني)


شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۱۵°۱۸′شمال ۲۳°۴۲′لويديځ / 15.3°شمال 23.7°لويديځ / 15.3; -23.7   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
پراخوالی 4033 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه پرایا   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې پرتګالي ژبه   ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۵ جولای ۱۹۷۵  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
نور مالومات
پیسې د کیپ ورډ اسکودو   ويکيډاټا کې (P38) ځانګړنې بدلې کړئ
تګلوری ښي لورۍ [۲]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ CV  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +238  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

د کېپ واردې یا کابو واردې، په رسمي ډول د کابو واردې جمهوریت، د منځني اتلانیتک په سمندر کې له کوچنیو ټاپوګانو څخه جوړ شوی ټاپو هېواد دی چې لس اور غورځوونکي ټاپوګان لري او ټول مساحت یې نږدې ۴،۰۳۳ کیلومتره مربع (۱،۵۵۷ مایل مربع) دی. دا ټاپوګان د کېپ-ورټ لویدیځ ته، چې د افریقا لویدیځه نقطه ده، له ۶۰۰ څخه تر ۸۵۰  کیلومترو (۳۲۰ څخه تر  ۴۶۰ سمندري مایل) پورې موقعیت لري. د کېپ واردې ټاپوګان له ازورس، کانري ټاپوګانو، مادیرا او ساوېچ ټاپوګانو سره یوځای د میکارونیزیا د حیاتي سیمې برخه دي. [۳]

د کېپ واردې ټاپوګان تر ۱۵ پېړۍ پورې، کله چې پرتګالي سپړونکو ټاپوګان کشف او مستعمره کړل، بې استوګنې وو، چې په دې توګه په استوایي سیمو کې لومړۍ اروپایي استوګنه رامنځ ته شوه. له هغه ځایه چې د کېپ واردې ټاپوګان د اتلانتیک غلامانو په سوداګرۍ کې د ونډې لپاره په غوره ځای کې موقعیت درلود، کېپ واردې د ۱۶ او ۱۷ پېړیو په اوږدو کې له اقتصادي پلوه سوکاله شو، چې سوداګر، شخصي جنګي بېړۍ او سمندري غله یې راجلب کړل. دا سیمه په ۱۹ پېړۍ کې د اتلانتیک غلامانو سوداګرۍ د رکود له امله له اقتصادي رکود سره مخ شوه، او په دې وخت کې یې زیاتره اوسېدونکي کډه شول. خو کېپ واردې په تدریجي ډول د یو مهم سوداګریز مرکز او د لوی بار وړلو لارو په اوږدو کې د غوره تمځای په توګه له اقتصادي اړخه بېرته ورغېد. په ۱۹۵۱ کال کې، کېپ واردې د پرتګال د بهرنۍ څانګې په توګه مدغم شو، خو اوسېدونکو د خپلواکۍ لپاره مبارزو ته دوام ورکړ، چې په ۱۹۷۵ کال کې ترلاسه کړه.

کېپ واردې د ۱۹۹۰ لسیزې له پیل راهیسې، یو باثباته پارلماني ډیموکراتیک نظام دی او په افریقا کې یو له ډېرو پرمختللو او دیموکراتیکو هېوادونو څخه پاتې شوی. د طبیعي زیرمو د نشتوالي له امله، د دې هېواد پراختیا په حال کې اقتصاد تر ډېره د خدماتو پر بنسټ ولاړ دی، چې په ګرځندوی او بهرنۍ پانګونې تمرکز کوي. د دې هېواد ۴۸۳، ۶۲۸ نفوس (د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنې پر بنسټ) زیاتره د ګډ افریقایي او اروپایی میراث پاتې شوني دي او په عمده ډول د رومي کاتولیک مذهب لارویان دي چې د پرتګالي واکمنۍ میراث په ګوته کوي. په ټوله نړۍ کې، په ځانګړي توګه په متحده ایالاتو او پرتګال کې، د کېپ واردې تیت وګړو پراخې ټولنه شته، چې د ټاپوګانو له اوسېدونکو څخه یې شمېر لوړ دی. کېپ واردې د افریقایي ټولنې غړی هېواد دی.

د کېپ واردې رسمي ژبه پرتګالي ده او دا یې د زدکړې او حکومت ژبه ده. دا ژپه په ورځپاڼو، تلویزیون او راډیو کې هم کارول کېږي. رسمي ملي ژبه یې کېپ وادري کریو یا Cape Verdean Creole  ده، چې د نفوس د لوی اکثریت له خوا پرې خبرې کېږي. [۴]

د لغت ریښه

سمول

دا هېواد د سینیګال په ساحل کې د کېپ-ورټ (Cap-Vert) ټاپو د نوم پر بنسټ نومول شوی دی. د Cap-Vert نوم په خپل وار سره، د پرتګالي ژبې Cabo Verde څخه اخیستل شوی چې د شنې څوکې په معنی دی. دا نوم پرتګالي سپېړونکو په ۱۴۴۴ کال کې، څو کاله د ټاپوګانو له کشف وړاندې، کېپ ته ورکړ.  [۵]

د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په ۲۴ نېټه، ملګرو ملتونو ته د دې هېواد پلاوي په ډاګه کړه چې نور هېوادونه باید نور د کېپ واردې یا د کابو واردې کومه بله ژباړه د دې هېواد د رسمي نوم د برخې په توګه ونه کاروي: ټول هېوادونه باید د کابو واردې جمهوریت د هېواد د رسمي نوم په توګه وکاروي. د انګلیسي ژبې تکلم کوونکو د کېپ واردې نوم د ټاپوګانو د ټولګې لپاره کارولی او په ۱۹۷۵ کال کې د دې هېواد له خپلواکې راهیسې یې دې هېواد ته کارولی. په ۲۰۱۳ کال کې، د کېپ واردې حکومت پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به پرتګالي نوم Cabo Verde د رسمي موخو لپاره، د ملګرو ملتونو په ګډون، وکاروي حتی کله چې په انګلیسي ژبه کې تلکم یا لیکل کېږي. [۶]

ایداري وېش

سمول

تاریخ

سمول

جغرافیه

سمول

اقتصاد

سمول

کلتور

سمول
  1.     {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  2. https://web.archive.org/web/20181225111225/http://chartsbin.com/view/edr — آرشيف اصل په ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸
  3. Tanya Basu (12 ډيسمبر 2013). "Cape Verde Gets New Name: 5 Things to Know About How Maps Change". National Geographic. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 ډيسمبر 2013. بياځلي په 12 ډيسمبر 2013.
  4. "Constituição da República de Cabo Verde" (PDF). ICRC databases on international humanitarian law. Article 9. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 12 March 2017. بياځلي په 11 March 2017.
  5. Lobban, p. 4 Archived 25 January 2016 at the Wayback Machine.
  6. "Cabo Verde põe fim à tradução da sua designação oficial" [Cabo Verde puts an end to translation of its official designation] (in پورتګالي). Panapress. 31 اکتوبر 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 ډيسمبر 2013. بياځلي په 17 ډيسمبر 2013.