د تلويزيون تاريخ
د تلويزيون تصور د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د ډېرو خلکو د کار پايله ده. د راديو د سيستم له لارې د خوځېدونکو انځورونو لومړۍ عملي خپرونه (استول) کې ميخانيکي تاوېدونکي سوري ش��ي ډسکونه (ټيکلي) استعمال شوي وو، تر څو يو منظر د وخت په بېلا بېلو سګنلونو کې سکين کړای شي، او بيا يې په تر لاسه کونکي (ريسيور) د دويم ځل لپاره د اصلي انځور د اټکل سره سم وښودلای شي. دويمې نړيوالې جګړې د تلويزيون په پرمختګ کې خلل پیدا کړ. د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د انځورونو د سکين کولو او ښودلو ټولې برېښنايي طريقې معياري شوې. استول شويو انځورونو ته د رنګ د اضافه کولو ګڼ جلا جلا معيارونه جوړ شول، داسې حال کې چې مختلفو سیمو له تخنيکي اړخه د متضاد سګنل معيارونه کارول. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، د تلويزيون خپرونې په چټکۍ سره پراخې شوې، او تلويزيون د تبليغاتو، اشتهاراتو او تفریح يوه مهمه وسيله وګرځېده. [۱]
د تلويزيون خپرونې د ځمکې له لارې د خپرونو کولو مرکزونو څخه د VHF او UHF راديوي سيګنلونو په مټ، د ځمکې په شا اوخوا کې د څرخېدونکو مصنوعي سيارو څخه د مايکروويو سيګنلونو په مټ، يا د مزي لرونکي تلويزيون په مټ د مزي په واسطه د خپرونو له لارې تر انفرادي پېرودونکو پورې رسول کېږي. ډېر هيوادونه د اصلي انالوګ راديوي خپرونو له طريقو څخه اوښتي دي، او اوس د ډيجيټلي تلويزيون معيارونه کاروي، کوم چې اضافي عملياتي ځانګړتياوې چمتو کوي او د ډېر ګټور استعمال لپاره د راديو طيف اندازه خوندي ساتي. تلويزيوني پروګرامونه په انټرنيټ هم خپرېدای شي.
ښايي چې تلويزيوني خپرونې د اعلاناتو له عايد څخه تمويل شي، يا د خصوصي يا دولتي ادارو له خوا چې لګښتونه يې مني، يا د ځينو هېوادونو له خوا، د تلويزيون د جواز د فيس په مټ، چې د مالکانو له خوا يا د تر لاسه کونکو له خوا تاديه کېږي. ځينې خدمات، په ځانګړي ډول چې د مزي يا سپوږمکۍ له خوا وړاندې کي، د مشترکينو له خوا يې پيسې تاديه کېږي.
تلويزيوني خپرونې د پرله پسې تخنيکي پرمختګونو له ملاتړ څخه برخمنې دي، لکه د اوږد واټن مايکروويو شبکې، کومې چې په پراخه جغرافيه کې د پروګرامونو له خپرولو سره مرسته کوي. د ويډيو ثبتولو طريقې له پروګرام جوړولو سره مرسته کوي، چې تصحيح او وروسته د بيا کارولو لپاره وغږول شي. درې بعدي تلويزيون له سوداګريز اړخه استعماليږي، خو د استعمالونکو پراخه منښت يې نه دی تر لاسه کړی، لامل يې د ښودلو (نمايش) د طريقو محدوديت دی.
ميخانيکي تلويزيون
[سمول]له اصل سره د مطابق انځور د خپرولو سيستم د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې له ميخانيکي اړخه د انځورونو د سکين کولو طريقې پيل کړې. سکاټلينډي مخترع «اليګزينډر بين» د 1843 او 1846ز کلونو تر منځ موده کې، د اصل سره د مطابق انځور د خپرولو ماشين معرفي کړ. انګلستاني فيزيک پوه «فريډريک بيکويل» په 1851ز کال کې د کار کونکي يو لابراتوار نسخه ننندارې ته وړاندې کړه. له اصل سره د مطابق انځور د خپرولو لومړی سيستم چې د ټيليګراف په مزو يې کار کاوه، له 1856ز کال راهيسې د ايټالوي پادري «جيواني کيسيلي» له خوا چمتو شوی او استعمال شوی دی.[۲][۳][۴]
يو انګلستاني برېښنايي انجنير، «ويلوبای سميت» په 1873ز کال کې د سيلينيم په عنصر کې د رڼا د رسولو وړتيا کشف کړه. د دې کشف په پايله کې، د انځور اخيستنې پر لور د نورو ټيکنالوژيو تر څنګ، د 1895ز کال په لومړيو کې د تيليفون د مزو په مټ د ساکنو (ثابت) انځورونو د استولو طريقه، همدا راز د هر ډول برېښنايي انځور د سکين کولو وسيلې، هم د ثابتو او هم د خوځنده انځورنو، او بالاخره د تلويزيون کامرې، منځ ته راغلې.
د پوهنتون د درويشت کلن محصل په توګه، «پال جوليس ګوټليب نپکو» په 1884ز کال کې په برلن کې د نيپکو ډيسک وړانديز وکړ او د امتياز حق يې ثبت کړ. دا يو څرخېدونکی ډيسک (ټيکلی) و، د سوريو مارپېچ ډيزاين يې درلود، چې په دې ډول هر سوري د انځور هره ليکه سکين کوله. سره له دې چې هغه کله هم د دې سيستم کار کونکې نمونه جوړه نه کړه، خو د «نپکو» د څرخېدونکي ډيسک "د انځور شطرنجي کونکي" مختلفې بڼې ډېرې عامې شوې. «کونسټانټين پرسکي» د 1900ژ کال د اګست په څلور ويشتمه نېټه په پاريس کې، يوې نړيوالې مېلې ته په لوستل شوې يوه مقاله کې د تلويزيون لفظ وضع کړی و. د «پرسکي» په لیکنه کې، د «نپکو» او نورو کارونو ته په اشارې سره، د شته برېښنايي ميخانيکي ټيکنالوژيو ارزونه شوې وه. په هر حال، تر 1970ز کال پورې، د نورو تر څنګ د «لي ډي فاريست» او «ارتر کورن» له خوا د پراخېدونکي نل د ټيکنالوژۍ ډيزان ته عملي بڼه ورکړل شوه.[۵][۶][۷]
د انځورونو د استولو لومړۍ ننداره د «اګسټو بسيري» له خوا وشوه: نوموړي په 1906ز کال کې يو تصويري انځور له يوې خونې څخه بلې خونې ته واستولو. په 1917ز کال کې، د ګڼو خپلواکو مخترعينو له خوا د نورو برياليو هڅو څخه وروسته، نوموړي له لندن څخه نيويارک ښار ته يو انځور واستولو. نوموړي په 1928ز کال کې په لاس انجلس کې د خپلې دستګاه د امتياز حق ثبت کړو.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د انځورونو د سملاسي استولو لومړۍ ننداره په 1909ز کال کې په پاريس کې د «جورجس ريګنيو» او «ای فورنير» له خوا وشوه. د 64 سيلينيم حجرو يوه کڅوړه، کومه چې په جلا جلا ډول په يو ميخانيکي کموټوټر پورې وصل شوې وې، د يوې برېښنايي شبکيه په توګه کار وکړ. په ريسيور کې، د «کير» يو ډول حجرې رڼا عياره کړه، او څرخېدونکي ډيسک له څنډې سره نښلول شوي، او د څرخېدونکي ډيسک له څنډو سره نښول شويو په مختلف ډول زاويه يي اينو يوې لړۍ عياره شوې ميله د نمايش په پرده سکين کړه. د دې ثبوت د تصور په ننداره کې 8×8 پيکسله وضاعت يوازې په انفرادي ډول د روښانه الفبا تورو د لېږدولو لپاره بسنه کوله. په هره ثانيه کې يو تازه شوی انځور څو څو ځلې لېږدول شوی و.[۱۳]
په 1911ز کال کې، «بورس روزنګ» او د هغه زده کونکي «ولادمير زووريکن» يو داسې سيستم جوړ کړ، چې د «زوريکن» په وينا، د خپرولو لپاره يې د ډول په څېر د يوې ميخانيکي اينې سکين کونکی کارولو، تر څو ډېر خام انځورونه د مزو په واسطه په ريسيور کې براون ټيوب (د کاتود وړانګو نل يا "CRT") ته ولېږدوي. د خوځنده انځورونو لېږدول ممکن نه وو، ځکه چې په سکينر کې موجود حساسيت بسنه نه کوله، او د سيلينيم حجره ډېره کراره (سسته/تاخير درلودل) وه. [۱۴]
د 1914ز کال د مۍ په مياشت کې، «ارچيبالډ لو» د لندن د موټرو د انجنيرانو په انستيتيوت کې د خپل تلويزيوني سيستم لومړۍ ننداره وړاندې کړه. هغه خپل سيستم ته د «ټيليويسټا» نوم ورکړ. دا مراسم په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه خپاره شول او عموماً هغې ته د بې سيمه په واسطه د ليدلو عنوان ورکړل شو. دې نندارو په «هيري ګورډن سيلفريج» دومره اغېز وکړ، چې هغه «ټيليويسټا» په 1914ز کل کې په خپل پلورنځي کې کېدونکي ساينسي برېښنايي نندارتون کې شامل کړ.[۱۵][۱۶]
مرستيال عمومي کونسل «کارل ريمنډ لوپ» هم په دې کې لېوالتيا پيدا کړه، چا چې له لندن څخه د متحده ايالاتو يو کونسلي راپور واستاوه، په کوم کې چې د «لوپ» د سيستم په اړه د پام وړ تفصيلاتو ته ځای ورکړل شوی و. د «لو» اختراع يو مجموعي کشف کونکی (کامره) او د موزايک يو سکرين (ريسيور/ښودونکی) د يو برېښنايي ميخانيکي سکين کولو د ميکانيزم سره يوځای استعمال کړل، کوم چې يو څرخېدونکي رغړېدونکي ته د حجرې په ارتباط حرکت ورکړ، او په دې سره کامرې/ښودونکي د معلوماتو لينک ته څو بعدي سيګنال ورکړ. ريسيور هم دا ډول رغړېدونکی استعمال کړ. دواړه رغړېدونکي يو له بل سره په يو وخت کې پېښېدل.[۱۷][۱۸]
دا د شلمې پېړۍ د هر بل تلويزيون د سيستم پر ضد کار و، او له ځينو اړخونو څخه، «لو» له عصري ډيجيټلي تلویزيون څخه اتيا کاله مخکې يو ډيجيټلي تلويزيون درلود. په لندن کې له دې نندارو ډېر ژر وروسته لومړۍ نړيواله جګړه پيل شوه او «لو» په حساسو پوځي کارونو کې بوخت شو، له همدې امله هغه تر 1917ز کال پورې د امتياز د حق ثبولو غوښتنه ونه کړه. د هغه د «ټيليويسټا» د امتياز حق شمېره 191,405 او د "د بصري انځورونو د برېښنايي انتقال لپاره پرمختللې دستګاه" په نوم وه، بالاخره دا په 1923ز کال کې خپور شو؛ ښايي چې د ځنډ لامل يې امنيتي دلايل و. د حق په ثبت شوي امتياز کې ويل شوي و چې سکين کونکي رغړېدونکي (استوانهّ) د هادي اړيکو يو کتار درلود، چې د دې کتار په هره ليکه کې له شته حجرو سره مطابقت لري، او داسې تنظیم شوی دی چې کله رغړېدونکی څرخېږي، نو په خپل وار سره هره حجره عياره کړي. د ريسيور رغړېدونکی همدا ډول جوړ شوی و او هر بدلون د حجرو يوې ليکې ته رسېدګي کوله، کله به چې دا رغړېدونکي د دوی د حجرو له ليکو څخه تېرېدل.
د «لوپس» راپور موږ ته وايي... "ريسيور د پولادو د نريو تختو په مټ د قطبي شوې رڼا د تېرېدو په مټ چلېدونکو حجرو د يوې لړۍ څخه جوړ شوی دی، او په ټرانسميټر کې له بيا پیدا کېدو څخه مخکې په ريسيور باندې دا شي د راتلونکي او بېرته تلرونکي انځور په توګه ښودل کېږي" او "رغړېدونکی په يوه دقيقه کې د 30000 وضاحت په لرلو سره د يو موتر په واسطه چلول کېږي، او د دې په پايله کې منځ ته راغلي بد��ونونه د يو عام رسونکي مزي په مرسته لېږدول کېږي". او د دې د امتياز حق په تفصيل کې وايي چې "په هر ....ځای کې، ما د سيلينيم يوه حجره ايښې ده". «لو» دې حجرو ته د مايع ډاي اليکتريک پوښ ورکړی دی، او بيا دا رغړېدونکی په خپل ترتيب سره د هرې حجرې سره د دې وسيلې له لارې وصل شوی دی، کله چې هغه په دې ليکه دپاسه څرخي او سفر کوي. دا ريسيور دوه ګوني وسپنيز عناصر استعمالوي، کوم چې د دريڅو په توګه کار کوي، "له هغوی څخه د تېرېدونکي جريان سره سم ډېره يا کمه رڼا لېږدوي..."، لکه چې د امتياز په حق کې ويل شوي دي.
«لو» ويلي دي چې د دې سيستم بنسټيزه نيمګړتيا د سيلينيم حجرې وې، کومې چې د رڼا څپې په برېښنايي تحريکونو بدلولو لپاره استعمالېږي، کومو چې ډېر سست ځواب ووايه او په دې ډول يې د هغې اغېز ته زيان ورساوه. «لوپ» ويلي چې "دا سيستم د څلور ميله واټن په برابر د مقاومت په مټ ازمويل شوی دی، خو د ډاکټر «لو» په نظر، د دې لپاره کوم دليل نه شته چې دا دې په ډېر واټن کې هم دومره اغېزناک نه وي. د امتياز د حق په تفصيل کې ويل شوي دي چې ښايي دا اړيکه د مزي په واسطه وي يا بې مزي وي. د دې دستګاه نرخ هم د پام وړ دی، ځکه چې د رغړېدونکي د هادي برخې هم له پلاټينيم څخه جوړې شوي دي...".
سرچينې
[سمول]- ↑ Stephens, Mitchell (February 6, 2015). "History of Television". www.nyu.edu. New York University. نه اخيستل شوی February 6, 2015.
- ↑ (Huurdeman 2003، م. 149) The first telefax machine to be used in practical operation was invented by an Italian priest and professor of physics, Giovanni Caselli (1815–1891).
- ↑ (Beyer 2003، م. 100) The telegraph was the hot new technology of the moment, and Caselli wondered if it was possible to send pictures over telegraph wires. He went to work in 1855, and over the course of six years perfected what he called the "pantelegraph." It was the world's first practical fax machine.
- ↑ "Giovanni Caselli". Archived from the original on January 15, 2016.
- ↑ (Shiers او Shiers 1997، مم. 13, 22)
- ↑ کينډۍ:Cite conference
- ↑ "Sending Photographs by Telegraph" Archived July 26, 2018, at the Wayback Machine., The New York Times, Sunday Magazine, September 20, 1907, p. 7.
- ↑ Veronica Gelakoska, "Pig 'n Whistle", Arcadia Publishing, 2010, page 24
- ↑ "Augusto Bissiri 'is credited as the inventor of television'". 2012.
- ↑ "L'antenato del tubo catodico è stato inventato da un sardo: Augusto Bissiri" (په اېټاليايي).
- ↑ "Transmission of pictures. Author: Augusto Bissiri. Patented: May 14, 1929". 2012.
- ↑ Gelakoska, Veronica (October 2010). Pig 'N Whistle, Veronica Gelakoska. Arcadia. ISBN 9780738581415.
- ↑ de Varigny, Henry (December 11, 1909). La vision à distance (په فرانسوي). Paris: L'Illustration. p. 451. Archived from the original on March 3, 2016.
- ↑ (Burns 1998، م. [[[:کينډۍ:GBurl]] 119])
- ↑ Bloom, Ursula (1958). [[[:کينډۍ:GBurl]] He Lit The Lamp: A Biography Of Professor A. M. Low]. Burke.
{{cite book}}
: Check|url=
value (help) - ↑ Maloney, Alison (2014). The World of Mr Selfridge: The Official Companion to the Hit ITV Series. Simon & Schuster. ISBN 978-1-4711-3885-0.
- ↑ Mills, Steve (2019). The Dawn of the Drone. Casemate Publishers.
- ↑ Daily Consular and Trade Reports (په انګليسي). Department of Commerce and Labor, Bureau of Manufactures. 1914.