Jump to content

حفيظ الله امين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حفيظ الله امين
حفيظ الله امين
حفيظ الله امين
حفيظ الله امين

د افغانستان درېيم هېوادمشر
نور محمد ترکی
ببرک کارمل
د شخص معلومات
پيدايښت ١ د اگست، ١٩٢٩
پغمان
مړینه ۲۷ د دېسمبر، ١٩٧٩
تاج بېګ ماڼۍ   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
هديره تاج بېګ ماڼۍ   ويکيډاټا کې (P119) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت افغانستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند د خلق ډموکراتيک ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم کولمبيا پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک سياستوال   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

حفيظ الله امين (زوکړه ۱۳۰۸ ل د زمري لمړۍ نېټه - مړینه ۱۳۵۸ هجري لمريز کال د مرغومي ۶/ ١٩٢٩ کال د اګسټ لمړۍ نېټه - ۱۹۷۹ د ډسمبر ۲۷) د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د قاضي خېلو په کلي کي زېږېدلی دی. نوموړی تر نور محمد تره کي وروسته د افغانستان درېيم هېوادمشر، د مارکسيسېزم-لېنينېزم تيورۍ پلوی او د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت دويم مشر پاتې شوی دی، چي شاوخوا درې میاشتي او لس ورځي یې واکمني وکړه.

د حفیظ الله امین پلار حبیب الله نومېدی، او په افغانستان کي یې د هاشم خان د صدارت پر مهال په پلازمېنه کابل کي د یو سیاسي زندان د ساتونکي چاري په غاړه درلودې، چي پر همدې بنسټ د امین کورنۍ له اقتصادي اړخه د منځنیو هغو څخه وه. حفیظ الله امین خپلي لمړنۍ زدکړي په هیواد کي دننه او لوړي زدکړي په متحده ایالاتو کي لاسته راوړې، او په 1343 لمریز کي هیواد ته تر راستنېدو وروسته د افغانستان د دیموکراتیک خلق ګوند غړی سو. امین وروسته د داوود خان په وړاندي د غوایي په کودتا کي مهم رول ولوباوه، او د خپل استاد او افغان مشر نور محمد ترکي په حکومت کي هم فعاله چارواکی پاته سو.[۱]

د نور محمد ترکي تر مرموزي وژني وروسته حفیظ الله امین په 1358 کي د وږي پر 25 نېټه د افغانستان بشپړ واک لاس ته راوړ او د ولسمشرۍ ترڅنګ یې د لمړي وزارت چوکۍ هم په لاس کي واخیستل؛ څو چي تر سل ورځي واکمنۍ وروسته د شورویانو له لوري په تاج بېګ ماڼۍ کي ووژل سو.

مخينه او زدکړي

[سمول]

حفيظ الله امين د حبيب الله زوی او د ۱۳۰۸ لمريز کال د زمري په لمړۍ نېټه د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د قاضي خېلو د کلي په يوه منځنۍ اقتصادي کورنۍ کې زېږېدلی او د يوه دولتي مامور زوی وو. نوموړی لا کوچنی وو، چې پلار يې په حق ورسېد، او سرپرستي یې مشر ورور ته پاته سوه. د یادوني وړ ده چي دده پلار د خپل ټول ماموریت پر مهال تر ۷ رتبې پورته نه وو تللی.

حفيظ الله امين د پلار تر مړينې وروسته د خپل مشر ورور عبدالله، چې هغه مهال د يوه لومړني ښوونځي ښوونکی وو، تر پالنې او روزنې لاندې ونيول شو. ده خپلې لومړنۍ زده کړې د پغمان په لومړني ښوونځي کې پای ته ورسولې، او منځنۍ زده کړې يې د کابل په دارالمعلمين کې ترسره کړې. ورپسې يې د کابل پوهنتون د شمېر پوهنې او پنځپوهنې (رياضي او فيزيک) په څانگو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او بيا يې بری ليک ترلاسه کړ. د ساينس اړوند ددغه پوهنځي تر پای ته رسولو وروسته امین لومړی د کابل په دارالمعلمين کې د ښوونکی په توګه، ورپسې د ابن سینا لېسې د مدير د مرستيال په توګه او له هغه وروسته د همدغي ليسې د مدير په توگه دندې ترسره کړې.

امین په ۱۳۳۶ لمريز (١٩٥٧ ز) کال کي د ښوونې او روزنې د ادارې په څانگه کې د لوړو زده کړو لپاره د امريکا متحدو ايالتونو ته واستول شو، چي هلته یې د کولمبيا پوهنتون د روزنپوهنې په څانګه کي زدکړي لاسته راوړې، د ماسټرۍ د پوهنيزي درجې د ترلاسه کولو وروسته بیرته هېواد ته راستون شو.

هېواد ته تر راستنېدو وروسته امین د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د پوهنيارۍ په پوهنیزې درجې سره د ښوونکي په توگه په کار وگومارل شو . تر دې وروسته یې يو ځل بيا د ابن سينا لېسې د مدير په توگه او ورپسې د کابل د دارالمعلمين د مدير په توگه دنده ترسره کړه. امین په دې ترڅ کي د خپلو زدکړو پر مهال له نور محمد تره کي سره هم اشنا سو.

په دارالمعلمين کې تر څه مودې دندې سرته رسولو وروسته امین د ښوونې او روزنې په وزارت کې د ښوونکي د روزنې د نوي جوړ شوي مديريت پر دنده وگومارل شو. پر ۱۳۴۱ ل (١٩٦٢ ز) کال په کانکور ازموينه کې تر بري وروسته د دوکتورا د اخيستو په نيت يو ځل بيا امريکا ته ولاړ.

سیاست

[سمول]

حفیظ الله امین په ۱۳۴۲ لمريز کال کي په امريکا کې د افغان زده کړيالو په کالنۍ غونډه کې د یادي ټولنې د مشر په توگه وټاکل شو. نوموړی دا ځل له هېواد څخه د باندې د افغانستان د زده کړيالانو په ټولنه کې د لومړی ځل لپاره سياست ته داخل او په سياسي لارو چارو يې پيل وکړ. د زده کړې په دې لړ کې کله چي نوموړی د لنډمهال لپاره د کولمبيا پوهنتون په انګړ کې د زده کوونکو سره اوسېده، د مارکسيزم له فلسفې سره یې لېوالتیا ومونده. دا مهال د شپېتمي لسيزي د ګډوډۍ دوره وه چې هر څوک د سياست په ډګر کې نه پرېښودل کېدل، خو د کولمبيا په پوهنتون کي ددې کار په وړاندي کوم خنډ نه وو.

حفيظ الله امين په ۱۳۴۴ لمريز (١٩٦٥ ز) کي د دوکتورا له اخيستلو پرته بېرته خپل هېواد ته راستون شو، له نور محمد تره کي سره تړاو ټینگ کړ او د گوند په سپارښتنه يې د پارلمان په ۱۲ مه دوره کې ولسي جرگې ته له پغمان ولسوالۍ څخه ځان د وکيل په توګه نوماند کړ، چي په هغه کي هم پاتې راغی. له نوماندۍ څخه تر پاته کېدو وروسته امین په رابعه بلخي لېسه کې يو کال د ښوونکی په توګه او بيا درې کاله د لمړنیو زدکړو په رياست کې دنده ترسره کړه. نوموړي په دې وخت کي د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند غړیتوب لاره وموندل، او د همدغه گوند يو ډېر وتلی او لوړ پوړی مارکسيست خلقی شو.

امین که څه هم د پارلمان څوکۍ ته لاره ونه موندل، خو خپلو سیاستونو ته یې د پخوا په پرتله زیاته ادامه ورکړه او وتوانېدی ترڅو د نور محمد ترکي پام هم ځان ته واړوي. نوموړی په ۱۳۴۵ لمریز کي د ترکي په وړاندیز د ګوند د مرکزي کمیټې غړی وټاکل سو او درې کاله وروسته یې د پغمان له سیمي دویم ځل ځان نوماند کړ، چي دا ځل بریالی او د افغانستان ولسي جرګې ته یې لاره پیدا کړه.

امین د نور محمد ترکي او ببرک کارمل ترمنځ په ګوندیزه سیالۍ کي چي د ګوند د "خلق" او "پرچم" د دوو ډلو په بېلوالي سره پای ته ورسېده، د نور محمد ترکي ملاتړ وکړ، او خلق ډلي ته وفاداره پاته سو.

له پرچم ګوند څخه تر جلاوالي وروسته امین د "خلق" ډلي له تندو تبلیغ کوونکو څخه سو، او د ببرک او "پرچم" ډلې د سختو مخالفانو څخه وګرځېدی. د مخالفت په دې جریان کي امین چي خپله وړتیا یې ښه په ثبوت رسولې وه، په ۱۳۵۲ کال کي د "خلق" ډلي لخوا د افغانستان په پوځ کي د سازماني کار دنده ورکړل سوه او د ګوند د نظامي برخي مسؤلیت دده په غاړه سو.

امین د ځوانو سرتېرو او افسرانو، په ځانګړې توګه د پښتنو ځوانانو او کلیوالو د راجذبولو زیاتي هڅه وکړې او په دې برخه کې یې ډېري بریاوي هم ترلاسه کړې. نوموړي په ۱۳۵۵ کال کي ترکي ته خبر ورکړ چي په پوځ کي د ګوند اړوند ځواکونه کولای سي ترڅو د داوود خان حکومت راوپرځوي، خو خلق ګوند په هغه وخت کي د دې کار ترسره کول نه اړین ګڼل.

په ۱۳۵۶ لمریز کي د شوروي اتحاد د فشار له امله د خلق او پرچم ډلي بیرته یوځای او حفیظ الله امین یوځل بیا د ګوند د مرکزي کمیټې غړی وټاکل سو. د امین ددې ماموریت ترڅنګ د "پرچم" ډلې هغه دنده چي دده پخواني رقیب "میر اکبر خیبر" پر غاړه لرله، هم پخپل لاس کي واخیستل.

د غويي د ۷ مي کودتا

[سمول]

د خلق او پرچم له یوځایوالي وروسته کله چي داوود خان تازه له لویدیځو هیوادونو، عربي خلیج او پاکستان سره اړیکي رغولي وې، شوروي اتحاد د داوود په وړاندي توطیې پیل او په همدې ورځو کي میر اکبر خیبر چي د پرچم ګوند یو مهم مشر وو، په کابل کي ووژل سو. د نوموړي وژنه د داوود د حکومت په وړاندي یو ستره ننداره جوړه سوه، او د دموکراتیک ګوند مشرانو اعلان وکړ چي د خیبر د وینې غچ به خامخا اخلي، دا په داسي حال کي چي ځیني افغان تاریخ پوهان باور لري چي د خیبر وژنه د حفیظ الله امین په پټ امر باندي سوې وه.

اناهیتا راتب زاده چي د پرچم ګوند یوه لوړ پوړې غړې وه، په وروسته کي ادعا وکړه چي " میر اکبر خیبر زموږ د ګوند د مرکزي کمیټي غړی وو، او د حفیظ الله امین د وژونکي او ترهګري ډلي لخوا ووژل سو." یوازیني څه چي په یاده پېښه کي یقیني وه هغه دا چي امین د خیبر د وژني څخه تر ټولو زیاته ګټه واخیسته، او د داوود حکومت ته یې جدي وېره پیدا کړه، چي له همدې کبله په راتلونکي ورځ باندي د ګوند د مشرانو د نیولو خبر له راډیو څخه خپور سو. حفیظ الله امین چي په دې ترڅ کي باید نیول سوی وای، خو د کورنیو چارو د وزارت د نظامي افسر (جنرال عمرزي) په مرسته یې خپل بند د څو ساعتونو لپاره وځنډاوه. د نوموړي همدغه ځنډ ددې سبب وګرځېدی چي د داوود خان حکومت د کودتا په مخنیوي ناکامه او افغانستان یوې خطرناکي جګړې ته ننوځي.

امین په خپل کور کې تر څار لاندي وو او د غویي د ۵ مي د شپې له ۱۱ بجو څخه د سهار تر ۶ پوري یې کافي وخت درلود ترڅو د داوود په وړاندي کودتا ترسره کړي.

د افغانستان په اسلامي جمهوریت کي د ولسي جرګې کمونسټ وکیل سید محمد ګلاب زوی چي د غویي د کودتا یو له اصلي مشرانو څخه وو، وایي: "د غويې پر ۶ مه چهارشنبه د حفیظ الله امین زوی (عبدالرحمان) زموږ کور ته راغی او د سهار پر ۶ بجو یې وویل چي شیر اغا (حفیظ الله امین) په محاصره کي دی او ترکی صاحب او نور مشران هم بندیان سوي دي، نو ځکه سید محمد باید له خپلو ملګرو سره سبا سهار انقلاب پیل کړي."

د حفیظ الله امین د زوی له خبرتیا وروسته په سبا ورځ خلق او پرچم په پوځ کي د خپلو کسانو په مرسته د امین تر لارښووني لاندي کودتا پیل او سردار محمد داوود خان یې له خپلي کورنۍ سره وواژه. د داوود خان تر وژني وروسته د نورمحمد ترکي حکومت رامنځ ته سو او حفیظ الله امین د لمړي وزیر د مرستیال ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت چوکۍ هم په لاس کي واخیستل.[۲]

استاد او شاګرد

[سمول]

حفیظ الله امین چي ترکي ته د ډیري او ښکاره وفادارۍ له کبله د هغه شاګرد بلل کېدی، ډېر ژر وتوانېد ترڅو د پرچم ګوند له واکه لیري کړي او وروسته یې په بشپړ ډول چاري تر خپل قابو لاندي کړې. ترکي که څه هم په لمړي سر کي دده سره ښه اړیکه درلوده، خو د داوود تر وژني وروسته یاده اړیکه کړکېچنه سوه، او ترکی ورځ تر بلي د ځانځاني په اړه شکمن کېدی.

د ۱۳۵۸ هجري کال د وږي په نیمایي کي ترکي د خپل بهرني سفر پر مهال د غیر متعهدو هیوادونو د سرمشریزي څخه د راستنیدو پر مهال په ماسکو کي د برژنیف سره ولیدل. برژنیف په دې لیدنه کي د حفیظ الله امین په اړه خپله اندېښنه د ترکي سره شریکه کړه او هغه یې وهڅاوه چي دده علاج وکړي. ترکي هم په سبا ورځ د دموکراتیک خلق ګوند د غړو سره په ماسکو کي خبري ترسره کړې او یادونه یې وکړه چي : "زموږ په ګوند د سرطان یو تخم دی چي باید سمدستي ایسته کړل سي، ځکه کله چي سرطان په وجود کي وي، وجود درد لري، او زه ددې لپاره چي د ګوند علاج کړم، د سرطان دا تخم مي تشخیص کړی دی."

د ترکي پورتنۍ خبري ډېر ژر تر امین پوري ورسېدې او په راتلونکي کي یې د ځان لپاره کلک احتیاطي تدابیر ونیول. هاخوا ترکی چي د امین سره یې اړیکه ترینګولې سوې وه کابل له راتګ وروسته یې امین ته سړی واستاوه ترڅو سمدستي ورسره ووین، خو امین نه یوازي دا چي د ترکي غوښتنه یې ونه منل، بلکي هیله یې وکړه ترڅو ترکی خپل څلور تنه ملګري له واکه لیرې کړي. ترکي د نوموړي د دې کار سره سخت مخالفت وکړ.

په راتلونکو ورځو کي د شوروي چارواکو په منځګړتوب توافق وسو ترڅو حفیظ الله امین د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولاړ سي او له ترکي سره وګوري. په دې اړه "ماروزف" چي په هغه وخت کي په کابل کي د کی.جي.بي مرستیال وو، د خپلو مامورینو په حواله ویلي دي: "امین د ترکي ځای ته داخل نه سو، ځکه هغه یو څه احساس کړي وه او یا ښایي حالت ورباندي تنګ سوی وو. امین د ارګ حوېلۍ ته د ورتګ څخه ډډه کړې وه، په داسي حال کي چي شوروي سفیر (جنرال ایوانوف) ګوریلف او پاولوفسکي هم هلته موجود وه."

د ترکي وژنه

[سمول]

د محمد صدیق فرهنګ په وینا امین ډېر ژر د ترکي په وړاندي چمتو سو، او د خپلو وسله والو ملګرو سره یې په زور او جبر په ارګ کي خونړۍ جګړه ییزه کودتا پیل کړه. سید داوود تړون چي د خپلي اسلحې سره د امین د وفادار په توګه مخکي روان وو، ووژل سو او بل ملګری یې (ځیرک) زخمي سو. تر خونړۍ جګړې وروسته د امین کسانو د پرله پسې ډزو په پایله کي ترکی او ملګري یې له پښو وغورځول او ورپسې ترکی په مرموز ډول ووژل سو.

حفيظ الله امين

د ١٩٧٩ کال د سپتمبر پر ۱۴ مه امين د حکومت واک په خپل لاس کې ونيوه، او څو ورځې وروسته د نوموړي حکومت داسې اعلان وکړ چې ترکی د يوې "ناجوتې ناروغۍ" له امله مړ شو.

واکمني

[سمول]
د حفيظ الله امين د ولسمشرۍ په وخت کې د افغانستان د خلق د ډيموکراټيک گوند بېرغ.

د ترکي تر وژني وروسته حفیظ الله امین په ۱۳۵۸ هجري لمریز کي د وږي پر ۲۵ نېټه په افغانستان کي هر اړخېز واک ترلاسه کړ. نوموړی د خلق دموکراتيک ګوند د منشي تر څنګ د انقلابي شورا د ریاست او د وزيرانو شورا د مشرتوب مقامونه هم لاسته راوړل، او شاوخوا سل ورځې یې په افغانستان کي په خورا سخت او بې رحمه ډول واکمني وکړه.

امین د خپلي نوي واکمنۍ سره سم د تېرو ظلمونو او بربریتونو بار د ترکي پر اوږو واچاوه او د لس زره نفرو وژل سوو کسانو د ليست په خپرولو يې ادعا وکړه چي هغوی ټول د ترکي په امر وژل سوي دي.

د نور محمد ترکي له وژلو وروسته د امين حکومت ورځ تر بلي له کړکېچ سره لاس او ګرېوان کېدی. د "لیاخوفسکي" په خبره چي پخپل کتاب "توفان په افغانستان کي" کي یې کړه ده، داسي وایي: "د حکومتي کودتا او د امين د واکمنۍ په راتلو سره، په افغانستان کي تاوتريخوالی او ترهګري خپل لوړ پوړ ورسيده، او امين د مليت غوښتني شعارونه په ورکولو، بې ځايه ويناوو او پوچو خبرو باندي د يو ځانغوښتي رژيم جوړېدو ته لاره پرانیستل."[۳]

د امین په وړاندي هره ورځ د خلکو مقاومت زياتېده، او لکه یو شمېر سرچينی چي وایي امین په دې اړو دوړ کي د امريکا او پاکستان سره د اړیکو دروازه پرانېسته، او په يو ليک کي یې د جنرال ضياالحق سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه کولو په اړه خبري وکړې.

د امين اړيکي يوازي ددې دوو هېوادونو سره محدودي نه وې، بلکي د سيد محمد ګلاب زوي په وینا امين نه يوازي د "سي آي اې" سره اړیکه ونیول، ورسره ترڅنګ یې د ګلبدين حکمتيار سره هم خبرې وکړې او د يو ائتلافي حکومت وړاندیز يې ورسره شريک کړ چي له مخي یې حکمتيار هم پکښي برخه درلوده.[۴]

د شورویانو یرغل او د امین وژنه

[سمول]
حفيظ الله امين د خپل ګوند له غړو سره

د امین حکومت په وروستیو ورځو کي شورويان دې پایلي ته ورسیدل چي که امین نور د قدرت پر چوکۍ پاته سي، ښايي د خلکو پاڅون او مقاومت له قابو ووزي، او له بلي خوا د امریکا او پاکستان سره د نوموړي تازه اړیکو په مسکو کي دا وېره او ډار هم پیدا کړ چي امین د امریکا له سي آی اې سره پټه اړیکه لري، او دا اړیکه ښايي افغانستان د امریکا په نوې نظامي اډه بدل کړي. شوروي حکومت له همدې ویري ډېر ژر پرېکړه وکړه ترڅو افغانستان ته ځواکونه ولېږي او ددې هیواد د اشغال ترڅنګ ببرک کارمل د حفیظ الله امین ځایناستۍ کړي.

د ۱۳۵۸ کال د غبرګولي پر ۶ مه د شورويانو نظامي الوتکي یو په بل پسې د افغانستان په نظامي هوایي ډګرونو کي ښکته سوې. حفیظ الله امین په دې ورځ د سیاسی دفتر ټول غړي د یوې غونډي لپاره خپل استوکنځای "تاج بیګ ماڼۍ" ته وربللي وه او لومړي خواړه چي مېلمانو ته راوړل سول؛ سوپ وو، چي د امین د پخلنځي یو روسي اشپز زهر وراچولي وه.

حفیظ الله امین د ډوډۍ خوړلو په پیل کي لمړی څه ناڅه ګنګس او ورپسې په یوه ۴۵ دقیقي نظامي عملیاتو کي چي د "سیمېونف" لواء له لوري د توپان ۳۳۳ تر نامه لاندي ترسره سول، نوموړی پکښي د خپل کورنۍ د غړو په وړاندي ووژل سو.[۵]

د حفیظ الله امین مېرمن د خپل خاوند د وژني جزیات داسي بیان کړي دي: "تر کومه چي موږ مهمات درلودل، هیڅ کس نسوای کولای ترڅو ماڼۍ ته ننوزي، او په دې ترڅ کي ډیری یرغل کوونکي هم ووژل سول. موږ نه پوهېدلو چي روسان دي، خو کله چي زموږ مهمات بشپړ ختم سول هغوی ماڼۍ ته راننوتل، او په ورته وخت کي یې په اسلحو باندي څلورو خواو ته ډزي وکړې، چي د دې ډزو له امله زما لورګاني ملالۍ او ګلالۍ او زوی مي خواځک وویشتل سول.په داسې حال کي چي هغوی د امین انځور په لاس کي نیولی وو، زما د لور 'غوټۍ' خواته راغلل. غوټۍ ورته وویل چي ډزي ولي کوئ؟ هغوی وویل امین چیرته دی؟ دې ځواب ورکړ چي هغه دی، او له دې سره سم هغوی پر امین باندي ډزې وکړې. تر دې وروسته زما زامن او لوڼي ټپیان سول او کله چې دوی پوه سول چي نور څوک نه دي پاته، ډزي یې ودرولې."

تر وژني وروسته د شپې پر مهال د امین مړی په غالۍ کي تاو او د ماڼۍ سره په نږدې قبرستان کي خاورو ته وسپارل سو. د نوموړي پر قبر هیڅ لوحه یا نښه ونه لګېدل، او د کورنۍ پاته ژوندي غړي یې زندان ته ولېږل سوه.

په داسي حال کي چي مخکي اعلان سوی وو چي د غبرګولي پر ۶ د شپې "د ثور انقلاب لوی قوماندان او د انقلابي شورا رئیس حفیظ الله امین" وینا کوي، خو ناڅاپه د کابل راډیو عادي خپروني پرې کړې او په دې وخت کي د ببرک کارمل واز خپور سو چي دده په وینا "د امین د فاشیستي رژیم د پرځېدلو او د امپرالیزم ددغه ظالم جاسوس، دیکتاتور او عوام غولونکي شخص" له منځه وړلو مبارکي یې خلکو ته وړاندي کړه.

واک اخيستنه له
نور محمد تره کی
څخه
د افغانستان لومړی وزير
March 1979 – December 1979
واک سپارنه و
ببرک کارمل
تـــه
واک اخيستنه له
None - Position Created
څخه
د اگسا مشر
اپرېل 1978 – September 1979
واک سپارنه و
اسد الله امين

(د کام د ريس په توگه)
تـــه

واک اخيستنه له
محمد اسلم وطنجار
څخه
د دفاع وزير
جولای 1979 – ډېسمبر 1979
واک سپارنه و
جنرال محمد رفيع
تـــه
واک اخيستنه له
نور محمد ترکی
څخه
د افغانستان ولسمشر
سېپتمبر 1979 – ډېسمبر 1979
واک سپارنه و
ببرک کارمل
تـــه
واک اخيستنه له
نور محمد تره کی
څخه
General Secretary of the People's Democratic Party of Afghanistan
سېپتمبر 1979 – ډېسمبر 1979
واک سپارنه و
ببرک کارمل
تـــه
واک اخيستنه له
نور محمد تره کی
څخه
د انقلابي شورا ريس
سېپتمبر 1979 – ډېسمبر 1979
واک سپارنه و
ببرک کارمل
تـــه

باندنۍ تړنې

[سمول]

نورې لوستنې

[سمول]
  • Red Flag Over Afghanistan: The Communist Coup, the Soviet Invasion, and the Consequences - Thomas T. Hammond - ISBN 0-86531-444-6
  1. https://archive.af/bib/47734
  2. https://www.scribd.com/document/769681536/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%B1-%D9%82%D8%B1%D9%86-%D8%A8%DB%8C%D8%B3%D8%AA%D9%85-%D8%B8%D8%A7%D9%87%D8%B1-%D8%B7%D9%86%DB%8C%D9%86
  3. https://archive.org/details/azu_acku_ds358_tay24_1370
  4. https://www.bbc.com/persian/afghanistan/2009/12/091222_a-jadi-6th-profile-amin
  5. https://pa.azadiradio.com/a/30347179.html