د "مایا تمدن" د بڼو تر مېنځ توپير
Created by translating the opening section from the page "Maya_civilization" نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون د مېنځپانگې ژباړه SectionTranslation |
ود سمون لنډیز نسته |
||
۸ کرښه: | ۸ کرښه: | ||
د تاریخونو پر اساس مایا اشرافیانو ښه سواد درلود، او د هیروګلیفیک لیکلو پیچلي سیسټم یې رامینځته کړ. دوی د کولمبیا دمخه امریکا کي د لیکلو خورا پرمختللی سیسټم کاراوه. مایا خپل تاریخ او رسمي پیښي په سکرین فولډ کتابونو کي ثبت کړې، چې یوازې درې بې ساري بیلګي یې پاتي دي، او نور د هسپانويانو لخوا ویجاړي سولې. برسېره پردې، د مایا متنونو ډیری مثالونه په سټیلا او سیرامیکونو کي هم موندل سوي دي. مایا د یو بل سره تړلو رسمی تقویمونو یوه خورا پیچلې لړۍ رامینځته کړې وه، او ریاضیات یې په کار واچول چي د بشر په تاریخ کي د څرګند [[۰|صفر]] ترټولو دمخه پیژندل سوي مثالونه پکښي راځي. |
د تاریخونو پر اساس مایا اشرافیانو ښه سواد درلود، او د هیروګلیفیک لیکلو پیچلي سیسټم یې رامینځته کړ. دوی د کولمبیا دمخه امریکا کي د لیکلو خورا پرمختللی سیسټم کاراوه. مایا خپل تاریخ او رسمي پیښي په سکرین فولډ کتابونو کي ثبت کړې، چې یوازې درې بې ساري بیلګي یې پاتي دي، او نور د هسپانويانو لخوا ویجاړي سولې. برسېره پردې، د مایا متنونو ډیری مثالونه په سټیلا او سیرامیکونو کي هم موندل سوي دي. مایا د یو بل سره تړلو رسمی تقویمونو یوه خورا پیچلې لړۍ رامینځته کړې وه، او ریاضیات یې په کار واچول چي د بشر په تاریخ کي د څرګند [[۰|صفر]] ترټولو دمخه پیژندل سوي مثالونه پکښي راځي. |
||
== سرچينې == |
|||
{{لړسرچينې}} |
د ۰۵:۱۴, ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۴ بڼه
د مایا تمدن ( /ˈmaɪə/ ) د میسوامریکن اړوند یو تمدن وو چي له لرغونې دورې څخه تر عصري دورې پوري یې شتون درلود. دا تمدن د خپلو لرغونو معبدونو او ګرافونو (لیکنو) پر بنسټ پېژندل کیږي. د مایا سکریپټ یا لیک د کولمبیا څخه مخکې په امریکا کي ترټولو پیچلې او خورا پرمختللې د لیکلو تګلاره ګڼل کیږي. یاد تمدن د خپل هنر، معمارۍ، ریاضیاتو، تقویم او ستورپوهنې سیسټم له کبله هم ډېر مشهوره دی.
عمومي مالومات | لړۍ... |
---|---|
ځایناستی |
د ړنګېدو وخت |
---|
د مایا تمدن د مایا په سیمه کي پرمختګ کړی دی، هغه سیمه چي نن د مکسیکو په سویل ختیځ او د هندوراس او ال سلواډور په لویدیځ کي راځي. پدې کي د Yucatán ټاپووزمې شمالي ټیټې سیمې، سیرا ماډرې چي د ګواتیمالا لوړې ځمکې بلل کیږی ، د مکسیکو ایالت چیاپاس، سویلي ګواتیمالا، ال سلواډور او د آرام سمندر د ساحل سویلي ټیټي سیمي راځي. د مایا نسل چي اوس وخت په ټولیزه توګه د مایا په نوم پیژندل کیږي شمیر یې د 6 ملیون څخه پورته دی، له 28 څخه په ډیرو ژوندیو پاته سویو مایا ژبو باندي خبري کوي او په شته سیمه کي د دوی د پلرونو په څیر ژوند کوي.
د مایا د لرغونتوب دوره د 2000 BC څخه مخکي د کرنې او لومړنیو کلیو په برخه کي لیدل سوې ده. تر کلاسیکي دورې وړاندي ( شاوخوا 2000 مخکي تر زیږد ) د مایا په سیمه کي د لومړنیو پیچلو ټولنو رامینځته کېدل پیل سوه، او بېلابېل محصولات یې ټولني ته وړاندي کړل. د مایا لومړنیو ښارونو شاوخوا 750 مخکي تر زیږد وده وکړه، او د 500 مخکي تر زیږذ په اوږدو کي دا ښارونو د پام وړ معمارۍ درلودې، چي د لویو معبدونو په شمول بېلابېل ځایونه پکښي راتلل. هیروګلیفیک لیکنه د مایا په سیمه کي د دریمې پیړۍ مخکي تر زیږد پوري کارول کیدی. تر کلاسیک وړاندي دورې په وروستیو کي په پیټین بیسن کي یو شمیر لویو ښارونه وده وکړه، او د کامینالجیو ښار د ګواتیمالا په لوړو کي د شهرت پوړو ته ورسید. د 250 زیږدیز په شاواخوا کي کلاسیکي دورې په پراخه کچه شتون درلود. پدې دوره کې د مایا تمدن د ډیرو ښارګوټو هیوادونو خاوند سو چي د یوې پیچلي سوداګرۍ شبکې لخوا کنټرول کېدی. د مایا په ټیټو ټاپوګانو کي دوه لوی سیالان د تکال او کالاکمول ښارونه پیاوړي او پراخه سول. په نهمه پیړۍ کي د مرکزي مایا په سیمه کي پراخه سیاسي سقوط رامنځ ته سو چي په پایله کي یې کورنۍ جګړې، د ښارونو خالی کېدل او د نفوس شمال ته تګ پیل سو. په 16 پیړۍ کي هسپانوي امپراتورۍ د میسوامریکن سیمه مستعمره کړه، او د جګړو اوږدې لړۍ په 1697 کي د مایا وروستی ښار نوجپین هم وپرځاوه.
د تاریخونو پر اساس مایا اشرافیانو ښه سواد درلود، او د هیروګلیفیک لیکلو پیچلي سیسټم یې رامینځته کړ. دوی د کولمبیا دمخه امریکا کي د لیکلو خورا پرمختللی سیسټم کاراوه. مایا خپل تاریخ او رسمي پیښي په سکرین فولډ کتابونو کي ثبت کړې، چې یوازې درې بې ساري بیلګي یې پاتي دي، او نور د هسپانويانو لخوا ویجاړي سولې. برسېره پردې، د مایا متنونو ډیری مثالونه په سټیلا او سیرامیکونو کي هم موندل سوي دي. مایا د یو بل سره تړلو رسمی تقویمونو یوه خورا پیچلې لړۍ رامینځته کړې وه، او ریاضیات یې په کار واچول چي د بشر په تاریخ کي د څرګند صفر ترټولو دمخه پیژندل سوي مثالونه پکښي راځي.
سرچينې
- ↑ "Art & Architecture Thesaurus". بياځلي په سپټمبر ۲۰۲۰.
{{cite web}}
: سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "Art & Architecture Thesaurus". بياځلي په سپټمبر ۲۰۲۰.
{{cite web}}
: سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)