لبنان
لُبنان يا لِبنان یا هم لبنان په رسمي ډول (د لبنان جمهوریت) په منځني ختيځ کې پروت يو هېواد دی. ددې هېواد شمال او ختیځ لورې ته سوریه او سویل ته یې اسرائیل موقعیت لري. دا هېواد په مدیترانې سمندرګي کې لویدیځ لوري ته پروت دی، د مدیترانې د حوضې او عربستان د داخلي نقاطو په تقاطع کې د دغه هېواد موقعیت د هغه له بډایه تاریخ سره مرسته کړې او د بېلابېلو مذهبونو څخه جوړ کلتوري هویت یې وربخښلی.
د لبنان جمهوريت الجمهورية اللبنانية
لبنان | |
---|---|
ترانه: كلّنا للوطن
موږ ټول د خپل هېواد دپاره | |
پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار | بېروت ۳۳°۵۴′ شمال ۳۵°۳۲′ ختیځ / 33.900°شمال 35.533°ختيځ |
رسمي ژبې | |
قومي ډلې | |
دين (۲۰۱۱) |
|
وګړنوم | لبنانیان |
حکومت | مرکزي حکومت جمهوریت |
• ولسمشر | هيڅوک |
• لومړی وزير | نجیب میقاتي |
• د پارلمان مشر | نبيه بري |
قانون جوړونه | پارلمان |
جوړښت | |
• جبل لبنان امارت | ۱۵۱۶ |
• د جبلِ لُبنان قَائِم مَقَامِيَّتَي | ۱ ډسمبر ۱۸۴۳ |
• د جبلِ لُبنان مُتَصَرِّفِيَّه | ۹ جون ۱۸۶۱ |
• لوی لبنان | ۱ سپټمبر ۱۹۲۰ |
• ۲۳ مې ۱۹۲۶ | اساسي قانون |
• د خپلواکۍ اعلان | ۲۲ نومبر ۱۹۴۳ |
• فرانسوی واک پای ته ورسید | ۲۴ اکتوبر ۱۹۴۵ |
• د فرانسوي ځواکونو وتل | ۱۷ اپریل ۱۹۴۶ |
• د اسراييلي ځواکونو وتل | ۲۴ مې ۲۰۰۰ |
• د سوريايي ځواکونو وتل | ۳۰ اپریل ۲۰۰۵ |
سيمه | |
• ټولټال | ۱۰٬۴۵۲ kم2 (۴٬۰۳۶ ميل2) (۱۶۱م) |
• اوبه (٪) | ۱،۸ |
نفوس | |
• ۲۰۲۲ اټکل | ۵.۲۹۶.۸۱۴ (۱۲۲م) |
• ګڼه ګوڼه | ۵۶۰/كم2 (۱٬۴۵۰٫۴/ميل2) |
جيډيپي (پيپيپي) | ۲۰۲۰ اټکل |
• ټولټال | ۷۸.۲۳۳ ملیارده ډالره |
• پر کس | ۳۲۸۳ ډالره[۱] |
جيډيپي (شاوخوا) | اټکل |
• ټولټال | ۲۰،۱۳۶ ملیارده ډالره[۱] |
د بشري پرمختيا کچه (۲۰۲۲ لږوالۍ) | ۱۰۳م |
پیسې | لبنانۍ ليره (LBP) |
انټرنيټي ډومېن | .lb |
وېبپاڼه mot.gov.lb |
لبنان د نږدې شپږ میلیونه وګړو کور دی چې ۰۰۰ ۱۰ ۴۵۲ کیلومتر مربع (۴ زره ۳۶ مایل مربع) مساحت لري او د نړۍ یو له کوچنیو هېوادونو څخه دی. ددې هېواد رسمي ژبه عربي ده، په داسې حال کې چې فرانسوي هم په کې په رسمیت پېژندل شوې ده. لبناني عربي لهجه د معاصرې معیاري عربي په خوا کې په ټول هېواد کې کارول کېږي.[۲]
په لبنان کې د تمدن ثبت شوي شواهد له ثبت شوي تاریخ نه ۷۰۰۰ کلونو وړاندې ته اړوندېږي. د نن ورځې لبنان د فینکیانو کور و، سمندریز کلتور په کې ۳۰۰۰ کاله وړاندې (نږدې ۳۲۰۰ – ۵۳۹ کاله له میلاد وړاندې) وغوړېد. له میلاد ۶۴ کاله وړاندې د رومیانو سترواکي دغه سیمه ونیوله، چې په پایله کې د دغې سترواکۍ د عیسویت په مخکښ مرکز واوښت. د لبنان د غرونو لړۍ د یو رهباني کلتور د ظهور شاهدې وې چې د ماروني کلیسا په نوم یادېږي. د لومړنیو عرب مسلمانانو له خوا د دغې سیمې له فتح کولو وروسته، مارونیان په خپل هویت او مذهب کلک پاتې شول. په ورته مهال نوې مذهبي ډله چې د دروزي په نوم پېژندل کېده، د لبنان په غرونو کې یې ځای ونیو چې تر څو پېړیو پورې یې مذهبي واټن رامنځته کړ. د صلیبي جګړو پر مهال، مارونیانو یو ځل بیا له رومن کاتولیک کلیسا سره اړیکه ټینګه کړه او له روم سره یې خپله اړیکه څرګنده کړه.[۳][۴]
په شپاړسمه پېړۍ کې عثماني سترواکۍ لبنان ونیو او تر راتلونکو ۴۰۰ کلونو لپاره یې په دغه سیمه واکمني وکړه. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د دغې سترواکۍ له شیندل کېدو سره هغه پنځه عثماني ولایتونه چې د معاصر لبنان بنسټ جوړوي، د سوریې او لبنان لپاره د فرانسوي سرپرست�� تر ولکې لاندې راغلل، چې د فرانسې تر واکمنۍ لاندې د لوی لبنان دولت رامنځته شو.
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي المان له خوا د فرانسې په درېيم جمهوریت له برید او اشغال وروسته په سیمه باندې د فرانسې واکمني کمزورې شوه، په ۱۹۴۳ ز کال کې له آزادې فرانسې نه په خپلواکۍ اخیستو سره لبنان یو ځانګړی مذهبي سیاسي ډول دولت جوړ کړ، چې له مخې یې د دولت مذهبي ډلو ځانګړی سیاسي ځواک درلود. لبنان له پیل نه یو څه با ثباته هېواد و، خو دغه ثبات لنډ مهالی و چې د یو شمېر سیاسي او ګوندي ډلو ترمنځ د لبناني کورنۍ جګړې پر مهال (۱۹۷۵-۱۹۹۰ ز کال) له منځه ولاړ. په دغه دوره کې لبنان همدارنګه ۱۹۷۶-۲۰۰۵ ز کال پورې د سوریې او له ۱۹۸۵-۲۰۰۰ ز کال پورې د اسرائیلو د نظامي اشغال شاهد و. له جګړې وروسته د دغه هېواد د اقتصاد او ملي بنسټونو د بیارغولو په موخه ګڼ شمېر هڅې شوې دي.[۵][۶]
لبنان له مخ پر ودې هېوادونو نه دی چې د انساني ودې د شاخص له مخې نوملړ کې ۹۲ ځای لري، چې د عربي نړۍ په منځ کې د فارس خلیج د نفتي اقتصادونو وروسته لوړ ځای یې خپل کړی دی. دغه هېواد د لوړ منځني عاید لرونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي. په داسې حال کې چې لبناني مالي بحران او فساد د دغه هېواد د پیسو د ارزښت د له منځه تلو، سیاسي بې ثباتي، قحطۍ، لوړې بیکارۍ او بې وزلۍ لامل شوي. د دغه هېواد په کوچنۍ اندازې سربېره لبناني کلتور هم په منځني ختیځ کې او هم په نړیواله کچه شهرت لري، چې تر ډېره دغه هېواد ته په لرغوني مهال کې د پراخ مهاجرت له امله رامنځته شوی. لبنان د ملګرو ملتونو بنسټ اېښودونکی غړی او د عرب ټولنې، ناپېیلي غورځنګ، اسلامي همکاریو سازمان او فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو نړیوال سازمان غړیتوب لري.[۷][۸][۹][۱۰]
دولت او سیاستونه
لبنان د پارلماني دیموکراسي لرونکی هېواد دی چې کانفیسینلېزمي (مذهبي سیاسي) ډول لري، چې له مخې یې لوړې چوکۍ د ځانګړو مذهبي ډلو غړو ته اړوندېږي. د بېلګې په توګه: ولسمشر باید ماروني عیسوي، لومړۍ وزیر باید سني مسلمان، د پارلمان رئیس باید شیعه مسلمان، د لومړي وزیر او د پارلمان مرستیالان باید ختیځ ارتودوکس وي. دغه ډول سیستم د پېژندل شوو ۱۸ مذهبي ډلو ترمنځ د واک د عادلانه وېش او فرقه یي شخړو د مخنیوي په موخه په پام کې نیول شوې دي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
تر ۱۹۷۵ ز کال پورې د آزادۍ کور بنسټ په منځني ختیځ او د شمالي افریقا په سیمه کې لبنان یو له هغو دوو هېوادونو (چې اسرائیل هم په کې دی) نه بللی، چې له سیاسي پلوه آزاد دي. د کورنۍ جګړې په پیل سره لبنان دغه حالت له لاسه ورکړ او له هغه مهاله یې تر اوسه دغه ځای ترلاسه نه کړ. په ۲۰۱۳ ز کال کې لبنان «تر یوه حده آزاد» وبلل شو. سره له دې چې دغه سازمان، لبنان په عربي نړۍ کې یو له ترټولو دموکراتیکو هېوادونو بولي.[۱۶]
د دغه هېواد پارلمان د یوې څلور کلنې دورې لپاره د عامه رایو پر بنسټ د نسبي فرقوي استازولۍ له مخې ټاکل کېږي. [۱۷][۱۸]
په اجرائیه قوه کې ولسمشر د دولت د مشر، لومړۍ وزیر د حکومت د مشر په توګه شاملېږي. پارلمان ولسمشر د یوې شپږ کلنې نه نوې کېدونې دورې لپاره د دوه پر درې اکثریت رایو له مخې ټاکي. ولسمشر له پارلمان سره له مشورې وروسته لومړی وزیر ټاکی. ولسمشر او لومړی وزیر کابینه د فرقوي وېش د اصل پر بنسټ جوړوي. [۱۹] [۲۰]
بهرنۍ اړیکې
لبنان د ۲۰۰۱ ز کال په وروستیو کې له اروپايي اتحادیې سره د هوکړې خبرې اترې پای ته ورسولې، چې دواړه لوري د ۲۰۰۲ ز کال په جنوري میاشت کې لومړۍ هوکړې ته ورسېدل. دغه هوکړه، د اروپايي ټولنې د ګاونډیتوب په پالیسي کې ځای پر ځای شوې، چې موخه یې د اروپايي اتحادیې او د هغه د ګاونډیانو نږدې کول دي. لبنان له یو شمېر عرب هېوادونو سره دوه اړخیزې سوداګریزې هوکړې لري او هڅه کوي، څو د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب هم ترلاسه کړي.
لبنان له نږدې ټولو عربي هېوادونو سره ښې اړیکې لري (له لیبیا او سوریې سره د تاریخي ترینګلتیاو په لرلو سربېره) چې په وروستیو ۳۵ کلونو کې یې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۲ ز کال په مارچ میاشت کې د عربي ټولنې د مشرانو د ناستې کوربه توب وکړ. لبنان د فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو غړیتوب لري، چې د ۲۰۰۲ ز کال په اکتوبر میاشت کې یې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د ناستې او په ۲۰۰۹ ز کال کې یې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لوبو د سیالیو کوربه توب وکړ.
پوځ
د لبنان وسله وال ځواکونه ۷۲ زره تنه فعال پرسونل لري، چې ۱۱۰۰ تنه هوايي او ۱۰۰۰ تنه سمندریز ځواک په کې شاملېږي. لبنان د بهرنیو پوځي مرستو یو له سترو ترلاسه کوونکو نه دی، چې له ۲۰۰۵ ز کال راهیسې یې ۴۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دی، دغه هېواد له اسرائیلو وروسته، په سړي سر د امریکايي نظامي مرستو دویم لوی ترلاسه کوونکی هېواد دی.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
ساینس او تکنالوژي
په ۲۰۲۰ ز کال کې لبنان د نړیوالو نوښتونو په نوملړ کې ۸۷ ځای خپل کړی، چې په ۲۰۱۹ ز کال کې یې ۸۸ ځای درلود. د لبنان د پام وړ ساینس پوهان حسن کامل الصباح، رمال حسن رمال او ادګار چویري دي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
اقتصاد
تاریخ
جغرافیه
کلتور
سرچینې
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedimf2
- ↑ McGowen, Afaf Sabeh (1989). "Historical Setting". In Collelo, Thomas (ed.). Lebanon: A Country Study. Area Handbook Series (3rd ed.). Washington, D.C.: The Division. OCLC 18907889. بياځلي په 24 July 2009.
- ↑ Dumper, Michael; Stanley, Bruce E.; Abu-Lughod, Janet L. (2006). Cities of the Middle East and North Africa. ABC-CLIO. p. 104. ISBN 978-1-57607-919-5.
Archaeological excavations at Byblos indicate that the site has been continually inhabited since at least 5000 B.C.
- ↑ Shulimson, Jack (1966). Marines in Lebanon, 1958 (in انګليسي). Historical Branch, G-3 Division Headquarters, U.S. Marine Corps.
- ↑ "Background Note: Lebanon". U.S. Department of State. 22 March 2010. بياځلي په 4 October 2010.
- ↑ "Lebanon". Canadian International Development Agency. Government of Canada. 28 May 2009. خوندي شوی له the original (Governmental) on 30 May 2008. بياځلي په 24 August 2009.
- ↑ "World Economic Situation and Prospects (WESP) Statistical Annex: Country Classification" (PDF). un.org. بياځلي په 28 September 2020.
- ↑ "World Economic Situation and Prospects (WESP) Statistical Annex: Country Classification" (PDF). un.org. بياځلي په 28 September 2020.
- ↑ "Lebanon: Why the country is in crisis". bbc.com. British Broadcasting Corporation. 2020. بياځلي په 10 October 2021.
- ↑ "Lebanon country profile". BBC News. 24 August 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 October 2018. بياځلي په 21 June 2018.
- ↑ "Country Reports on Human Rights Practices – 2002: Lebanon". Bureau of Democracy, Human Rights, and Labor. 31 March 2003. بياځلي په 17 January 2013.
- ↑ "Lebanon's Confessionalism: Problems and Prospects". United States Institute of Peace. 22 March 2009. خوندي شوی له the original on 22 March 2009. بياځلي په 17 January 2013.
- ↑ Marie-Joëlle Zahar. "Chapter 9 Power sharing in Lebanon: Foreign protectors, domestic peace, and democratic failure". خوندي شوی له the original on 13 June 2011. بياځلي په 17 January 2013.
- ↑ Lijphart, Arend (1969). "Consociational Democracy". World Politics. 21 (2): 207–225. doi:10.2307/2009820. JSTOR 2009820.
- ↑ Lijphart, Arend. Multiethnic democracy, in S. Lipset (ed.), "The Encyclopedia of Democracy". London, Routledge, 1995, Volume III, pp. 853–865 ISBN 0871878887.
- ↑ "Freedom in the World, Country Ratings by Region, 1972–2013". Freedom House. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 October 2013. بياځلي په 10 February 2013.
- ↑ Bakri, Nada (17 August 2010). "Lebanon Gives Palestinians New Work Rights". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 June 2017. بياځلي په 19 February 2017.
- ↑ "Lebanon Exiled and suffering: Palestinian refugees in Lebanon". Amnesty International. 2007. خوندي شوی له the original on 11 December 2013. بياځلي په 18 October 2013.
- ↑ "Lebanon's Confessionalism: Problems and Prospects". United States Institute of Peace. 22 March 2009. خوندي شوی له the original on 22 March 2009. بياځلي په 17 January 2013.
- ↑ "Eager Lebanese race to polls to cast their ballots". AlArabbia. خوندي شوی له the original on 17 January 2013. بياځلي په 17 January 2013.
- ↑ "Lebanese Armed Forces, CSIS (Page 78)" (PDF). 10 February 2009. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 5 August 2012. بياځلي په 7 January 2012.
- ↑ Stinson, Jefferey (1 August 2006). "Lebanese forces may play bigger role in war". USA TODAY. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 May 2010. بياځلي په 22 August 2009.
- ↑ Schenker, David (3 October 2008). "The Future of U.S. Military Aid to Lebanon". Washington Institute for Near East Policy. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 August 2009. بياځلي په 9 August 2009.
- ↑ Lanteaume, Sylvie (4 August 2009). "US military aid at stake in Lebanon elections". Agence France-Presse. خوندي شوی له the original on 23 May 2012. بياځلي په 22 August 2009.
- ↑ "LAF Mission". Lebanese Armed Forces. خوندي شوی له the original on 8 August 2004. بياځلي په 19 May 2009.
- ↑ "Release of the Global Innovation Index 2020: Who Will Finance Innovation?". www.wipo.int (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-02.
- ↑ "Global Innovation Index 2019". www.wipo.int (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-02.
- ↑ "RTD - Item". ec.europa.eu. بياځلي په 2021-09-02.
- ↑ "Global Innovation Index". INSEAD Knowledge (in انګليسي). 2013-10-28. بياځلي په 2021-09-02.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ ago·, M. Srour·People·2 years (2019-03-15). "6 Lebanese Geniuses That Make Us Proud". The961 (in American English). بياځلي په 2020-10-14.
{{cite web}}
: CS1 maint: numeric names: authors list (link) - ↑ "Rammal Award attribution by the Euroscience Foundation". 2009-01-05. خوندي شوی له the original on 5 January 2009. بياځلي په 2020-10-14.
- ↑ "Personnel | Electric Propulsion and Plasma Dynamics Laboratory". alfven.princeton.edu. بياځلي په 2020-10-14.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Hooper, Richard (2013-11-14). "Lebanon's forgotten space programme". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2020-10-14.
- ↑ "The Bizarre Tale of the Middle East's First Space Program". Smithsonian Magazine (in انګليسي). بياځلي په 2020-10-14.