شربت ګله
شربت ګله (د ۱۹۷۲ زېږدیز کال په اوږدو کې زېږېدلې) يوه افغانه ښځه ده چې څېره يې په نړيواله کچه شهرت لري. په ۱۹۸۴ز کال کې يوه امريکايي ژورناليسټ سټيو مکري په پاکستان کې د افغانستان کډوالو په کېمپ کې د شربت ګلې عکس واخيست، د دوی کورنۍ په افغانستان کې د شوروي د راتګ او داخلي جګړو له امله د پاکستان ناصر باغ سيمې ته په کډوالۍ اړه شوې وه. د شربت ګلې عکس چې معصومه څېره او ښکلي شنې سترګې يې پکې د انسان زړه او پام ځانته جذبوي له هغه وروسته رسنيز شو. په ۱۹۸۵ زېږديز کال کې د نوموړي عکس د «نېشنل جيوګرافيک» ورځپاڼې د افغانې نجلۍ په نوم خپور کړ چې په ټولې نړۍ کې يې شهرت ترلاسه کړ. حيرانوونکې خبره لا دا ده چې د نوموړي هويت تر ۲۰۰۲ زېږديز کال پورې نامالوم وو، يعنې هيڅوک نه پوهېدل چې دا نجلۍ څوک او چېرته ده. تر دې چې ځينو څېړونکو افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړل ترڅو دغه نجلۍ پيدا کړي، د ډېرې پلټنې وروسته چې نوموړې پيدا شوه ډېره حيرانه شوه چې دومره نړيوال شهرت يې موندلی دی.
شربت ګله | |
---|---|
د شربت ګلې نړيوال شهرت لرونکی انځور
| |
د شخص مالومات | |
پيدايښت | شاوخوا 1972 (عمر 51–52) ننګرهار ولايت، د افغانستان شاهي واکمني |
استوګنځی | اېټاليا |
تابعیت | افغانستان
د افغانستان شاهي واکمني (–۱۹۷۳) |
ژوند ملګری | رحمت ګل (په ۲۰۱۲ کې د تور ژېړي له امله مړ شو) |
اولاد | 5 (1 مړ شوی) |
عملي ژوند | |
کاروونکې ژبه | پښتو |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
شربت ګله په ۲۰۱۷ کال کې پاکستاني حکومت بندي کړل چې ګواکې جعلي پېژندپاڼه يې لرل، خو نوموړي وويل چې دا پېژندپاڼه ورته د پاکستان يوې دولتي ادارې د اصلي په نوم ورکړې وه. خو په هر حال، شربت ګله له هغه وروسته افغانستان ته راغله او د ۲۰۲۱ زېږديز کال د نومبر په میاشتې کې يې په کابل کې د ايټاليايي سفارت ته يوه غوښتنه وکړه چې نوموړي ته د ايټاليې تابعيت ورکړي، د ايټاليې حکومت له ځنډ پرته د هغې غوښتنه ومنل او نوموړې يې ايټاليې ته ولېږل او تابعيت يې ورکړ.
لومړنی ژوند
سمولشربت ګله په ۱۹۷۲ کال کې په یوې پښتنې کورنۍ کې زیږیدلې وه. د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې، د هغوی پر کلي د شوروي ځواکونو د چورلکو لخوا بمبارۍ وشوې، ویل شوي وو چې د بریدونو په ترڅ کې د هغې مور او پلار ووژل شول. د هغې خویندې او وروڼه له افغانستان سره په پوله د ناصر باغ د کډوالو کېمپ پاکستان ته لاړل. [۱] شربت ګلې وروسته رسنيو ته د خپل ژوند په اړه وضاحت ورکړ او ويې ويل چې پلار يې هغه مهال ژوندی وو چې پاکستان ته کډوال شول او مور يې د اپنډيکس په ناروغۍ مړه شوې وه
د «افغانې نجلۍ» انځور
سمولپه ۱۹۸۴ کې د نېشنل جیوګرافیک ژورنالېسټ سټیو مک کري د جګړې د اغیزو څخه د انځور اخيستنې او راپور جوړولو لپاره افغانستان ته سفر وکړ هلته يې د کډوالو کېمپونو څخه لیدنه وکړه، چې ډیری یې د افغانستان-پاکستان په پوله کې وو. [۲] [۳] خو مکري خبر نه وو چې د يوه انځور له امله به دومره نړيوال شهرت ترلاسه کوي او ورځپاڼه به يې مشهوره کېږي، د شربت ګلې هغه عکس د نوموړي ورځپاڼې ترټولو غوره عکس ګڼل شوی دی. [۱] شربت ګله په پاکستان کې د کډوالو په کمپ کې ښوونځي ته هم تله، مکري د هغې او نورو نجونو عکسونه واخیستل. وروسته تور پورې شو چې مکري د عکسونو اخیستلو اجازه نه وه اخیستې، کوم چې د پښتني کلتور سره په ټکر کې دي، چې میرمنې باید خپل مخونه د کورنۍ څخه بهر نارینه وو ته يې ونه ښيي. [۴]
په پیل کې د ورځپاڼې مدیر نه غوښتل چې دا عکس وکاروي، مګر بالاخره یې یو پوښ انځور خپور کړ چې یوازې د افغان نجلۍ په نوم يادېده. [۲] دا مهال د ۱۹۸۵ کال د جون مياشتې نېټه وه. دغه عکس چې یوه معصومه او ښکلې نجلۍ ښیي چې شنې سترګې لري، په مستقیمه توګه کېمرې ته ګوري، د افغان جګړې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کډوالو د ستونزو سمبول وګرځېد. [۲]
دا یوازینی عکس دی چې د نېشنل جیوګرافیک د ورځپاڼې د اصلي پوښ د انځور په توګه درې ځله کارول شوی. (لومړی یې د ۱۹۸۵ کال د جون میاشت وه. دوهم ځل یې د شربت ګلې له پېژندلو وروسته د ۲۰۰۲ کال د اپرېل په مياشت کې. درېیم يې په ۲۰۱۳ کال کې د نېشنل جیوګرافیک د ۱۲۵مې کلیزې په مناسبت دا انځور ولګاوه او کليزه يې ولمانځل ) [۵]
شربت ګله د ټلویزیوني مستند فلم موضوع وه، د افغان نجلۍ لټون په نوم، چې د ۲۰۰۲ کال په مارچ کې خپور شو
په ۲۰۲۲ کال کې شربت ګلې د لا ریپبلیکا سره په يوې مرکې کې د عکس په اړه خپل احساسات شریک کړل: "هغه عکس زما لپاره ډیرې ستونزې رامینځته کړې، که زه خبره وای ما به غوښتلي وای چې هیڅکله یې نه وای اخیستی. زما هغه ورځ ښه په یاد دي هغه عکس اخیستونکی چې راغلی وو د ناصرباغ په ښوونځي کې يې راڅخه عکس واخيست خو وروسته زما کورنۍ په دې خبره شوې وه او ماته يې وويل چې داسې نباید شوي وای، ستا عکس به اوس خپور شي" په افغاني کلتور کې د ښځو عکس اخيستل تر ډېره دود نه دي. [۶]
په دې تازه وخت کې شربت ګلې له بي بي سي پښتو سره په يوې مرکې کې وويل: لس کلنه وم، په ښوونځي کې وم د رخصتي وخت و چې عکاس زما عکس اخیستی و. خو خبره نه وم چې دا عکس چا او څنګه واخیست. بیا ۱۷ کاله وروسته عکاس زه پیدا کړم او دا عکس یې راته راووړ، هغه وخت کې زما ماشومان ول، خاوند مې و. شربت ګله چې په ۱۳ کلنۍ کې واده شوې وايي له دې وړاندې له خپل عکسه خبره نه وه. شربت ګله وايي د دې د عکس مشکل ډېر او ګټه یې کمه وه. د نوموړې په وینا، مشکل یې همدا و چې په نړۍ کې یې رسوا کړم، دومره یې مشهوره کړم چې زندان ته په کې ولاړم، او د زندان نه بله کومه ستره خبره خو نه شته. [۷]
واده او کورنی ژوند
سمولهغې د ۱۹۸۰ لسيزې په اوږدو کې د ۱۵ کلونو په عمر له رحمت ګل سره واده وکړ تر ۲۰۰۲ کال پورې شربت ګلې درې لوڼې درلودې. څلورمه لور یې له زیږون لږ وروسته مړه شوه. [۸] هغې وروسته یو زوی درلود. د هغې مېړه په ۲۰۱۲ کال کې د هیپاتیت سي له امله مړ شو [۹] هغې هيله څرګنده کړه چې اولادونه يې د زده کړو جوګه شي.
له هغې وپوښتل شول چې ایا کله یې د امنيت احساس کړی، هغې ځواب ورکړ: "نه. خو د طالبانو تر واک لاندې ژوند ښه وو، لږ تر لږه سوله او نظم وو." ورڅخه وپوښتل شول چې څنګه ژوندۍ پاتې شوې، هغې ځواب ورکړ چې دا د "خدای رضا" وه. [۱۰]
د شربت ګلې پېژندنه
سمولسربېره پر دې چې عکس نړيوال شهرت موندلی وو خو د نجلۍ هویت د ۱۷ کلونو څخه زیاته موده نامعلوم وو. په ۱۹۹۰ لسیزه کې، مکري د نجلۍ د نوم موندلو لپاره ډېرې ناکامې هڅې وکړې. [۱۱] د ۲۰۰۲ کال په جنورۍ کې د سټیو مکري په مشرۍ د نېشنل جیوګرافیک ټیم د هغې د موندلو لپاره افغانستان ته سفر وکړ. د دې لټون په ترڅ کې څو ښځې او سړي مخې ته راغلل او د دروغو ادعاوې یې وکړې چې دغه څېره په اصل کې دوی دي، خو ونه منل شوه. [۱۱] لنډه دا چې په هغه کېمپ کې يو هلک پيدا شو چې ويې ويل د دغې نجلۍ ورور پېژني، او سمدستي يې د هغوی کور ته وروستل او شربت ګله پيدا شوه. [۱۱] د هغې هویت د جان ډاګمن لخوا د ایرس پیژندنې سافټویر په کارولو سره تایید شو. [۱۲]
شربت ګله يوه دينداره مسلمانه ده او بورقه اغوندي، له مکري سره د لیدو لپاره زړه نازړه وه، ځکه چې هغه له کورنۍ بهر یو نامحرم نارینه وو. ګله نه پوهېده چې په منځنیو کلونو کې د هغې مخ په نړیواله کچه څومره مشهور شوی دی. کله چې ترې وپوښتل شول چې د دې عکس په اړه څه احساس کوي، هغې ځواب ورکړ: "زه ډېره حیرانه شوم، ځکه چې له ماشومتوبه مې رسنۍ او عکس اخیستل نه خوښېدل، په لومړي سر کې د خپل عکس د خپرېدو په اړه اندېښمنه وم، خو کله چې پوه شوم. زه د ډېرو خلکو/کډوالو د ملاتړ/مرستې لامل وم، بیا خوشحاله شوم.» [۱۳]
د شربت ګلې له موندلو وروسته، نېشنل جیوګرافیک ورځپاڼې د هغې او کورنۍ د درملنې لګښتونه ورکړل او همداراز نوموړې يې له ورور سره حج ته ولېږل. [۱۴]
په ۲۰۱۷ کې افغانستان ته شړل، په ۲۰۲۱ کې ایټالیا ته تګ
سمولپه ۲۰۱۵ کې پاکستاني ورځپاڼو راپور ورکړ چې د ملي ډیټابیس او راجستریشن ادارې (نادرا) د شربت ګلې کمپیوټري ملي شناختي کارډ (CNIC) او د هغې د دوو زامنو نومونه منسوخ کړي دي. راپورونو ادعا وکړل چې کارتونه په غیرقانوني توګه صادر شوي. د نادرا یوې سرچینې د راپور له مخې، "دا ممکن د هغې زامن نه وي، مګر دا د افغان کډوالو په منځ کې یو معمول دی چې دوی د اسنادو ترلاسه کولو لپاره د غیر خپلوانو نومونه د خپلو ماشومانو په توګه لیستوي." [۱۵]
شربت ګله وايي "زه پاکستان کې صرف علاج لپاره ایساره وم. کډې مې تړلې وې او را ستنېدلو. دوی د شپې نهه بجې چاپه واچوله. زه یې تاڼې ته بوتلم. پوښتنې یې رانه وکړې. ما ورته وویل چې د دوه خبرو لپاره ما د پاکستان شناخت کارت جوړ کړی. یو د کور خرڅېدو لپاره چې کارت نه وي نه خرڅېږي او بل د ماشومانو سبق لپاره."
شربت ګله وايي کله چې یې درې ورځې وروسته لیدو ته افغانان ورغلل نو زړه یې ډاډه شو چې اوس به خوشې شي. شربت ګلې ۱۵ورځې قید تېر کړ او اته شپې په روغتون کې وه. نوموړې وايي په پښتونخوا کې مې "له خپلو پښتنو سره ښه ښایسته ژوند تېر کړی. ۳۵ کاله مې تېر کړل خو زما دا تمه نه وه چې د پاکستان حکومت به زما سره دا چل کوي او آخره کې به ما زندان ته اچوي. دا زما په ژوند کې تر ټولو بده او سخته شېبه وه"[۱۶]
د بښنې نړیوال سازمان دغه پرېکړه له افغان کډوالو سره د پاکستان د ظالمانه چلند یوه نښه بللې وه. په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د هغه وخت ولسمشر اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي شربت ګله دعوت کړل او هرکلى يې وکړ. حکومت ورسره د مالي ملاتړ ژمنه وکړه. [۱۳] د ۲۰۱۷ کال په ډيسمبر کې شربت ګلې ته د افغان حکومت لخوا ۳٬۰۰۰ قدم مربع (۲۸۰ م2) ځمکه ورکړل شوه د هغې او د هغې د ماشومانو لپاره په کابل کې د استوګنې ځای ورکړل شو او د ژوند او طبي لګښتونو لپاره هره میاشت ۷۰۰ ډالر وړيا معاش ورته راجاري شو او همداراز ترڅنګ يې يوه وظیفه هم ورکړل شوه. [۱۷]
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته، طالبانو د ښځو لپاره محدويتونه ډېر کړل د شربت ګلې دنده يې ورڅخه واخيستل او هغه ۷۰۰ ډالر وړيا معاش يې ورباندې بند کړ. [۱۸] وروسته هغې په کابل کې د ایټالیا سفارت څخه غوښتنه وکړه چې نوموړي ته د ايټاليې تابعيت ورکړي چې ژرترژره يې غوښتنه ومنل شوه او ياد هېواد ته واستول شوه، دا مهال نوموړې د ايټاليې په روم ښار کې اوسېږي.[۱۹] [۲۰] [۲۱] . [۲۲]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-38639099 Invalid
<ref>
tag; name ":0" defined multiple times with different content - ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ . 2013-06-01.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) Invalid<ref>
tag; name ":4" defined multiple times with different content - ↑ . 2016-11-03.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs named:2
- ↑ . 2013-10-03.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 2022-12-29.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-38639099
- ↑ . 2002-04-01.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 5 November 2016.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . April 2002.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help); Missing or empty|title=
(help) - ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ Just advocacy? : women's human rights, transnational feminisms, and the politics of representation. Hesford, Wendy S.; Kozol, Wendy. New Brunswick, N.J.: Rutgers University Press. 2005. ISBN 0-8135-3588-3. OCLC 56517431.
{{cite book}}
: CS1 maint: others (link) - ↑ . 2012-01-12.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ . 16 January 2017.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . October 30, 2013.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . February 25, 2015.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-38639099
- ↑ . 12 December 2017.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . November 27, 2021.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . November 27, 2021.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 2021-11-25.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 2021-11-25.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 2021-11-25.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help)